فرهان‌یوسفزی: د پاکستان پر وړاندې بریا د ټولو افغانانو هیله ده

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غور شوې ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د خدای په امانۍ لیدنه ترسره کړه او راتلونکو لوبو ته یې له لوبغاړو سره په غوره لوبو ترسره کولو او په افغاني احساس لوبغالي ته د ښکته کېدو په اړه خبرې وکړې.

یاده لیدنه کې فرهان یوسفزي وویل، د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو کې غوره کار کرده‌ګي نه یوازې د ادارې بلکې د ټولو افغانانو هیله ده، چې دې زموږ د ټولو موخه بریا ده او بریا ته د رسېدو لپاره یووالی او ګډ کار موږ بریالیتوب ته رسولی شي.

نوموړي همدا راز لوبغاړو ته د لا ښه تشویق په موخه په راتلونکو لوبو کې د ښه ځلېدو په صورت کې د مادي او معنوي ډالیو د ورکړې یادونه وکړه او لوبغاړو ته یې په همغږي ډول د لوبو په ترسره کېدو، مثبتې او قوي روحیې سره د لوبې ډګر ته په ښکته کېدو او په لوبو کې په ښې او غوره کار کرده‌‌ګۍ ترسره کولو ټينګار وکړ.

 

 

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومي نېټې پورې ترسره کیږي.

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل او روانه اونۍ به سریلانکا ته سفر وکړي.

وروستي مطالب