اپریل 14, 2021

فرهاد دريا:په پښتو موسیقي کې،د بدلون وخت را رسیدلی دی

Advertisements

افغان سندرغاړی فرهاد دريا وايي پښتو موسيقۍ لا تر اوسه هم د خپلو سيالو موسيقيو په پرتله وده نده کړې.

دريا وايي د پښتو موسيقيو د لومړني ثبت څخه تر ۱۲۰ کلونه ډېر تېر سوي خو منظم کار ندی ورته سوی.

فرهاد دريا ليکي:

((په پښتو موسیقي کې له لومړني ثبت شوي اثر څخه کابو ١٢٠ کاله تیریږي. په دې دومره وخت کې، په پښتو موسیقي کې ډیر لوی هنرمندان تیر شوي دي، تلپاتي او ښکلې سندرې ثبت شوې، او په میلیونونو کسان یې لیوال او میین کړل. له دې سره سره چې موسیقي د پښتنو په ورځني ژوند کې ژور او ځانګړی ځای لري، خو د خپلې سیالې موسیقي په اندازه یې، وده نه ده کړې.

د پښتو موسیقي زیاتره اوریدونکي، د فولکلوریکې موسیقي اثار د موسیقي تر اوسنیو شکلونو او موډرنو ژانرونو ښه بولي، او اوري یې. دا ښایي په دې دلیل وي چې د پښتو موسیقي په نورو برخو کې تر اوسه ډیر او منظم کار نه دی شوی، او په دې هنر کې د یادونې وړ بدلون نه دی را منځ ته شوی. فولکلور موسیقي د خپل ولسي او صادقانه خصلت له امله، هر وخت د اوریدونکو لپاره جذابه او په زړه پوري وي. هیڅ وخت بې مینه والو نه پاتي کیږي، او آن کولای شي چې مو‌‌‌‌‌‌ډرنه موسیقي د سیالي له ډګره وباسي.

خو د یوه ملت موسیقي له فولکلور او غزل ها خوا، اوسنۍ ځوانې او لیونۍ وینې او مینې ته ضرورت لري. د وخت غوښتنه ده چې په موسیقي کې نوي ژانرونه او سبکونه تجربه او شامل شي، او په یوه هنري پدیده کې د زمان د پل نښې ولیدل شي. له دې پرته به تر ډیره په یوه حالت پاتې، او همغلته به کنګل ولاړه وي.

د نړۍ اوسنی ژوند د برښنا په څیر د حرکت او بدلون په حال کې دی، او هره شیبه د هنر، او په ځانګړي ډول موسیقي د مختلفو سبکونو او ژانرونو د ډیرښت او تنوع لپاره لاره هواروي. په ټوله نړۍ کې اوسنۍ موسیقي، ورځ تر بلې له یو بل څخه اغیزمنه کیږي، او له ملګرتیا او یو ځای کیدو وروسته په نویو شکلونو را څرګندیږي. طبعي ده چې د دې یو ځای کیدو په پایله کې، نوي ژانرونه منځ ته راځي. خو د پښتو موسیقي د لویو هنرمندانو له شتون سره سره، په وروستیو ٧٠ کلونو کې متاسفانه دا موضوع د افغانستان په پښتو موسیقي کې، مهم او د یادونې وړ ځای نه لري.
اوس د دې وخت را رسیدلی چې د دغې مسلې ریښې او لاملونه مطالعه او وڅیړل شي، د پښتو هنرمندانو او پښتو موسیقي د اوریدونکو په منځ کې د بدلون بحث باید مطرح شي، د دې کوډګر هنر د بدلون، ودې، بډاینې او پراختیا لارې باید پرانیستل شي، چې په پایله کې یې د پښتو موسیقي هنرمندان او اوریدونکي اجازه ورکړي د پښتو موسیقي په رګونو کې د زمان وینه جاري شي.
له وخت سره د بدلون په تګلوري کې!
فرهاد دریا))

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ