ژباړه او زیاتونه: بشیر درویش
اوس هغه وخت نه دی، چې له یو بله لیرې مېنان سپوږمۍ په ریبارۍ ونیسي او په دې ټپې زړونه تسلي کړي:
زما له غرونو پناه یاره
ته هم سپوږمۍ ته سلام کړه، زه هم کومه
د ټیکنالوژۍ په دې زمانه کې د نورو اړیکو د اسانۍ ترڅنګ د مېنانو د اړیکو پالل هم اسانه شوي.
دلته له لیرې ځایه د مېنانو د اړیکو د پالنې لارې – چارې در ښیوو:
مخاطب مو وستایئ
خپله مېرمنه، نامزاده یا معشوقه له لیرې ځایه په اړیکو کې تل وستایئ او په عین حال کې تسلي ورکړئ.
مثلا: ورته ووایئ چې په لرلو یې ځان خوشبخته ګڼئ، درنه هېره نه ده، تل در یادیږي، بېلتون یې درته سخت دی، خو دا هرڅه په دې زغمئ، چې هغه خوشبخته کړئ.
کیدای شي په لیرې وطن یا سیمه کې د خپلو زده کړو یا کاروبار اړتیا او ښې پایلې ورته بیان کړئ.
بیا ووایئ چې د دې مساپرۍ او بېلتون پایلې ستاسې راتلونکي ته د لوړو موخو د پوره کیدو فرصت برابروي.
منظم تماس وساتئ
د عاشقانه اړیکو یو لوی فرق له نورو اړیکو سره دا دی، چې په دې اړیکو کې له کوم خاص دلیل پرته د عاشقانه فلسفې له مخې مقابل لوري بیا- بیا په یوه پلمه د یو بل احوال اخلي.
تاسې هم کولای شئ د سهار په خیر، ماښام په خیر پیغامونه منظم واستوئ.
د ورځې په اوږدو کې خپلې مېرمنې یا معشوقې سره بیا- بیا تماس ونیسئ.
د صحت، ژوند، کورنۍ، کارونو، بوختیاوو او بلې هرې مهمې شخصي مسئلې په اړه یې وپوښتئ، مشورې ورکړئ، مشورې واخلئ او که امکان لري د ځینو ستونزو او اړتیاوو په حل کې عملي مرسته ورسره وکړئ.
خصوصي موضوعات زیات بحث کړئ
له خصوصي موضوعاتو هدف دا دی، چې په خوراک، څښاک، پوښاک، وزن، ښایست، اندام او نورو ورته مسایلو منظم معلومات ترې وغواړئ.
عکسونه سره زیات تبادله کړئ او په دې ډول ور وښیئ، چې په یاد مو ده او له هرڅه یې ځان باخبره ساتئ.
مشترکات وپالئ
کیدای شي ځینې فلمونه، سریالونه، لیکوالان، اولادونه او نور بوختونکي شیان ستاسې مشترکات وي.
ښه ده، چې دا په مشترک او منظم ډول وپالئ، خبرې پرې وکړئ او په دې ډول د یو بل له نظریاتو او احساساتو سره لا نیږدې پاتې شئ.
یا اولادونو ته په ټلیفوني اړیکو کې ځینې خبرې زده کړئ، لارښوونې ورته وکړئ او مور یې وپوښتئ، چې شوې لارښوونې څنګه او څومره عملي کوي؟
بدګوماني مه کوئ
کیدای شي کله تخنیکي، روغتیایي او یا نورې ستونزې ستاسې د اړیکو په ځوابولو کې ستونزه رامنځته کړي.
په دغه حالت کې پر خپل مقابل لوري مه بدګومانه کیږئ، حوصله او باور ولرئ.
که بدګومانه شوئ، اړیکې مو خرابیږي او بېلتون لا درته سختیږي.
ویډیویي تماسونه ولرئ
دا تماسونه او د یو بل لیدل مو لا یو بل ته نیږدې کوي.
د یو بل لیدل د دې زمینه برابروي، چې د لیرې والي احساس ډېر ونه کړئ، یو بل ته د اوسیدو خونې، لباسونو، خوراکونو، سټایل او نورو مسایلو په اړه مشورې ورکړئ.
ډالۍ مه هېروئ
طبیعي ده، چې که هرچېرته یاست، له هغه ځایه ستاسې تر کورنۍ او معشوقې د ډالیو رسیدل نا ممکن نه دي.
چې داسې ده، هم د مناسبتونو لپاره( کلیزې، اخترونو) لپاره او هم بې مناسبته ډالۍ ور واستوئ.