Advertisements
کلتور او هنر

روسۍ سندرغاړې د کنسرت پر وخت مړه شوه

لیکنه: بشر درویش

د روسیې یوه مشهوره سندرغاړې فانیا خالیولوا د کنسرت پر مهال د زرګونه نندارچیانو مخکې پر سټیج ولویده او مړه شوه.

د زړه حمله
دغې روسۍ سندرغاړې د زړه ناروغي لرله او د زړه د سکتې له کبله مړه شوې.

هغه د خپلې یوې مشهورې او مستې سندرې د ویلو پر وخت له خپل ژوند سره مخه ښه کړې ده.

د نوموړې د کنسرتونو د تنظیم مسول ویلي، چې ۵۳ کلنه فانیا یې له بې هوشۍ سره سم روغتون ته لېږدولې وه.

د هغه په وینا د روغتون د بېړنۍ خونې ډاکټرانو ورته ویلي، چې فانیا له بې هوشۍ او زړه سکتې سره زر ساه ورکړې ده.

د ډاکټرانو په وینا د دغې مشهورې سندرغاړې د زړه حمله خورا شدیده وه.

د فانیا په اړه
د راپورونو له مخې دا روسۍ سندرغاړې د سندرو ویونکې ترڅنګ د موسیقۍ استاده هم وه.

هغه یوه مطرحه او پر مخاطبه هنري څېره یاده شوې.

ویل شوي، چې دغې مطرحې هنرمندې لسګونه کاله له هنر او موسیقۍ سره تېرکړي وو.

فانیا ګڼ شاګردان او شاګردانې هم روزلي وو.

د مینه والو ویر
د روسیې په ټولنیزو شبکو کې د نوموړې زرګونه پلویانو د فانیا په ناڅاپي مرګ خواشیني ښودلې.

دوی هغه یوه نه جبرانیدونکې ضایع ګڼلې او له سندرو څخه یې خپل تاثرات شریک کړي.

د روسیې حکومت ویلي، چې د فانیا د زړه د حملې په اړه به عدلي طب څېړنې وکړي.

ورته نور مرګونه
د ورته مرګونو یو لوی دلیل د حد نه زیاتو شرابو او نورو نیشه یي توکیو استعمال ښودل شوی.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یوه لویه برخه هنرمندان زیات نیشه یي توکي کاروي.

دوی په عام ډول له کنسرتونو مخکې زیاته نیشه کوي، چې ځینې وخت یې د سندرو د خوندوریدو او ځینې وخت د مرګ سبب ګرځي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي