هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

د وړتیا مطابق شهرت خپل کړﺉ!

ډېر کسان فکر کوي، چې خلک یې باید په درناوي پاڅیږي. په کنفرانس کې د خبرو وخت ورکړل شي، د غونډې او جرګې مشر وټاکل شي، د وزیر او رییس خطاب ورته وشي او سل ډوله داسې نورې غوښتنې یې په ذهن او فکر کې را ټوکیږي. په حقیقت کې دا ټولې غوښتنې او هیلې د یوه فرد له مقام او شهرته سرچینه اخلي. ډېر کم داسې کسان به پیدا کړﺉ، چې په خپل کار او مسلک کې د پوهې او میلیاردرۍ تر څنګ د شهرت په لټه کې نه وي.

شهرت د هرچا حق دی، خو د شهرت سرچینه باید شفافه وي.

ځینې داسې کسان وي، چې د شهرت طلبګار وي، خو ځینې نور په خپله مشهوریږي.

نغمه که هرڅو ځان پټ کړي، د هغې هنر یې مشهوروي. دا د هغې حق هم دی، خو د یوې تېل واردوونکې کمپنۍ میلیاردر رییس که هرڅو واردات کوي، شهرت ته یې پلمه نه پیدا کیږي. دی اړ دی، چې ځان مشهور کړي. د خیر ښیګړې چارو ته لاس واچوي او په ټولنیزو کمپاینونو کې برخه واخلي، دا ښه ګام دی، خو اصلي هدف باید دلته شهرت نه وي.

ډېری خلک د شهرت طلبګاره کسان نه خوښوي، ځکه دوی د هغه څه په لټه کې وي، چې خلک یې نه ورکوي. یو څوک خپل ټول عمر په خپل شخصي ژوند لګوي، خلکو ته یې یوه انۍ ګټه نه رسیږي، هغه دې دا هیله نه کوي، چې په خلکو کې به نېک شهرت مومي.

د افغانستان په څېر ټولنو کې شهرت پر انسان تر نورو ټولنو ډېر محدودیتونه لګوي.

ډېر هغه څه، چې په نامشهور حالت کې یې کوي، د شهرت په وخت کې یې نه شي کولای. یوڅوک، چې پخوا عادي محصل و، په ښاري موټر کې یې په سفر باک نه راوړ، خو اوس، چې په ټلویزیون کې د خپرونې چلوونکی یا ویاند دی، په ښاري موټرو کې نه شي تلای. سل زره خبرې دي. لس کسه به ترې پوښتنې کوي، لس نور به نېغ نېغ ورته ګوري، دوه درې به پسې وايي، چې په دومره پیسو څه کوي، چې دی په ښاري موټر کې روان دی!. د شهرت دغسې منفي استعمال تر ډېره زموږ په فرهنګ کې هم نغښتی دی. په نورو ټولنو کې دا ډول فرهنګ له استثنايي پېښو پرته کم دی. هلته ښاروال او وزیر پوره ۱۵ دقیقې او نیم ساعت په تمځي کې دې ته انتظار کوي، چې ښاري بس څه وخت را رسیږي.

دلته، چې والي او وزیر له دندې هم لرې شي، تر پایه به په ځان پسې تعقیبي موټر ګرځوي. دلته به تر پایه په والي او وزیرصیب نومونو یادیږي، خو په نوره نړۍ، ان زموږ په ګاونډ ایران کې له دندې ورکولو وروسته، هغوی د یوه عادي وګړي حیثیت خپلوي. د احمدي نژاد به مو اورېدلي وي، چې اوس د یوه عادي استاد په توګه دنده ترسره کوي او تمځي ته په ښاري بس کې ځي.

راځو بل اړخ ته؛ تاسې په خپل دفتر کې دا تجربه کوﺉ، چې یوازې په معاش پسې نه ګرځئ. پنځوس زره افغانۍ معاش لرﺉ، خو غواړﺉ مقام مو هم لوړ وي. ښه لوړ معاش لرﺉ، خو رییس او مدیر مو چندان وړتیا او واکونو ته ارزښت نه ورکوي، یا ستاسې په هر کار کې مداخله کوي، حتما یې پر وړاندې غبرګون ښيئ. یا معاش مو د ژوند لپاره کافي دی، خو غواړﺉ نور د عادي کارکوونکي په توګه کار ونه کړﺉ، بلکې د مدیریت او ریاست پوړ ته ورسیږﺉ. دا په ادارو او شرکتونو کې د ډېرو کارکوونکو، په ځانګړې توګه هغو کارکوونکو غوښتنې وي، چې د پیسو تر څنګ د مقام او شهرت لټه هم کوي. دا ډول شهرت د دوی د مقام او مسلکي وړتیاوو محصول دی او دا تر ټولو خوندور شهرت دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */