بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د کار ځای دودیزې تېروتنې، چې یوازې وخت مو بېځایه تېروي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوه سخته او بوخته کاري ورځ تېروئ، خو کله چې په هغه ورځ کې ترسره شویو کارونو ته فکر کوئ، زیات کارونه مو نه دي ترسره کړي. دا په دې خاطر دی، چې ستاسو ډېر وخت په بېلابېلو ګډوډونکو حواسو باندې مصرف شوی. پرته له دې چې زموږ د ژوند له پرمختګ سره کومه مرسته وکړي، د ورځې ډېری ساعتونه د ټولنیزو پاڼو په لوستلو باندې تېروو. په حقیقت کې ډېری کارونه زموږ وخت بېځایه تېروي.

د دې لپاره، چې په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې بریا ته ورسېږئ، باید خپل وخت ته ارزښت ورکړئ. په سمه توګه د وخت مدیریت، بریا ته په رسېدو باندې فوق العاده اغېزه لري. د ګټور توب ډېرښت او له وخت څخه سمه ګټه اخیستنه په دې مانا ده، چې د هغو کارونو لپاره ډېر زیات وخت ځانګړی کړئ، چې درته ارزښتمن دي؛ لکه ورزش کول، له کورنۍ سره وخت تېرول، د کاري پروژو ترسره کول یا د خپلې خوښې وړ بوختیا څارل.

آیا پوهېږئ، ترټولو زیات کوم کارونه ستاسو وخت بېځایه تېروي؟ د دې کارونو په لرې کولو سره کولای شئ، د ګټورو او پایله ورکوونکو کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ.

په هم مهالې توګه د څو کارونو ترسره کول

د عمومي تصور پرخلاف، په هم مهالې توګه د څو کارونو ترسره کول، د ګټور توب کچه را ټیټوي. حقیقت دا دی، چې د انسان مغز په هم مهالې توګه د څو کارونو لپاره نه دی جوړ شوی. کله چې له یوه کار څخه د بل کار په لور ځئ، د مغز چټکتیا را ټیټېږي او دا مسئله ستاسو په ګټور توب باندې اغېزه کوي.

په دې شرایطو کې، یو کس له یوې دندې څخه بلې ته ځي او په هېڅ یوه باندې یې تمرکز نه لري، په پایله کې، له دندو څخه هېڅ یوې ته یې اړین پام نه کوي او نه شو کولای، چې د غوره کړنو تمه ولرو. په یوه وخت کې په یوې دنده باندې تمرکز کول، د دې سبب کېږي، چې د ګټور توب کچه لوړه شي او د کمو تېروتنو په احتمال سره به د غوره پایلو شاهد واوسئ.

برېښنا لیکونو ته د ډېر وخت ځانګړي کول

برېښنا لیکونه کولای شي، ډېر وخت مو ونیسي. معمولاً کله چې د یوه نوي برېښنا لیک خبرتیا اورئ، نو تمرکز مو له منځه ځي. دمګرۍ داسې تصور وکړئ، چې په انباکس کې مو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه ده او نه پوهېږئ، چې کوم یوه ته یې ځواب ورکړئ، نو د یوه مشخص برېښنالیک پیدا کول، ستونزمن کار دی.

د دې لپاره، چې په برېښنا لیکونو باندې ډېر زیات وخت مصرف نه کړئ، نو د نویو برېښنا لیکونو د کتلو لپاره یو مشخص وخت په پام کې ونیسئ؛ د بېلګې په توګه: یو ځل د سهار له مخې، یو ځل د ماسپښین له مخې او یو ځل د ماښام له مخې. په پیل کې خپلې ټولې کاري دندې ترسره کړئ او وروسته د برېښنالیکونو په لوستلو پسې لاړ شئ، په دې ترتیب که چېرې، حتا برېښنا لیکونه مو حواس ګډوډ هم کړي، نو دا پېښه د کاري دندو له ترسره کولو وروسته را منځته کېږي.

په ټولنیزو پاڼو کې بېځایه ښکته او پورته ګرځېدل

ټولنیزې شبکې په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، چې حواس مو ګډوډ کړي، البته دا قضیه یوازې د شخصي ګټه اخیستنې په وخت کې نه ده، بلکې د کاري موخو لپاره هم لیدل کېږي. که له ټولنیزو شبکو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي، نو د کاروبار له پرمختګ سره مرسته کوي او د پلور او بازار موندنې د ډېرښت سبب ګرځي؛ خو اړینه ده، له ټولنیزو شبکو څخه د سمې ګټه اخیستنې په لارو چارو باندې پوه شئ.

د بېلابېلو مقالو لوستل او د بېځایه څېړنو لپاره د وخت له منځه وړل، ډېر سخت کار نه دی. په پیل کې باید په دې باندې پوه شئ، چې څنګه کولای شئ له ټولنیزو رسنیو څخه په سمه توګه ګټه واخلئ، ترڅو له هغو څخه د ګټه اخیستنې پرمهال، په دې تګلارو باندې تمرکز وکړئ.

باید د ټولنیزو پاڼو له تل چک کولو څخه ډډه وکړئ؛ دا مورد هم په شخصي او هم په کاري ګټه اخیستنې پورې تړاو لري، تل د خبرونو چک کول یا تل د خپلو څارونکو (فالو ورانو) چک کول، چې څومره کسانو تاسو فالو کړي یاست، د دې سبب ګرځي، چې تمرکز او ډېر وخت مو له منځه لاړ شي.

د بې ګټې ناستو جوړول

د معلوماتو د شریکولو او د مهمو تصمیمونو د نیولو لپاره د کاري ناستو ترسره کول اړین دي؛ خو ښایي د هغو جوړول د وخت د بېځایه تېرېدو سبب شي؛ له ناستو څخه په سمه توګه ګټه نه اخیستل کېږي، یوازې هغه وخت، چې په ناستې باندې مصرفېږي، بېځایه نه لګول کېږي، بلکې ډېر وخت په ناستې پورې د تړلو برېښنا لیکونو په چمتو کولو او لېږلو باندې  مصرفېږي.

د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ، هر کال نږدې ۳۷ ملیارده ډالر، د ناستو په ترسره کېدو باندې مصرفېږي، چې بېځایه او اضافي لګښتونه دي، نو که فکر کوئ، چې په ډېری ناستو کې ګډون کوئ، نو د وخت د جبرانېدو لپاره د یوې لارې په لټه کې واوسئ. باید په دې باندې ډاډ ترلاسه کړئ، چې د ترسره کېدونکو ناستو د پروګرام لپاره، داسې یو مدیر شتون لري، چې ناستې ته د یوه سم تګلوري په لور لارښوونه وکړي.

د نامنظم کاري چاپېریال لرل

آیا په کاري مېز باندې مو، ډېر شمېر بې ګټې کاغذونه او یاددښتونه پراته دي؟ آیا د کمپیوټر پر ډېسکټاب باندې مو بې شمېره فایلونه کتار شوي؟ د دوسیو روک په څه وضعیت کې دی؟

که نامنظم کاري چاپېریال لرئ، نو د وسایلو د موندلو او د کار د پیلو لپاره، به له ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ او ډېر وخت له لاسه ورکوئ، باید د حواسو ټول ګډوډونکي عناصر له کار ځای څخه لرې کړئ، کله چې هره وسیله په خپل ځای کې کېښودل شي، نو په چټکه توګه به د اړتیا وړ معلومات پیدا او په بل کار پسې ځئ.

د پراخو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅه

د دوستانه کاري چاپېریال د رامنځته کېدو او له ډېرو خبرو کوونکو همکارانو سره په بې پایه خبرو اترو کې د ډوبېدو ترمنځ یوه نرۍ پوله شتون لري. له همکارانو سره د اړیکې ټینګښت، سم کار دی، له شک پرته د هیچا نه خوښېږي، چې ټوله ورځ په سکوت کې کار وکړي؛ خو که احتیاط ونه کړئ، نو خپل ټول کاري وخت، له خپلو همکارانو سره د تعامل لپاره له لاسه ورکوئ.

سپارښتنه کېږي، چې په کوم څه باندې د تمرکز پرمهال، له هیډفون څخه ګټه مه اخلئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې همکاران د خبرو د پیل لپاره تاسو ته نږدې نه شي. د نورو د قضاوت په اړه اندېښنه مه کوئ او په ډېرې آرامۍ سره اعلان وکړئ، چې د یوه کار په ترسره کولو باندې بوخت او تمرکز ته اړتیا لرئ.

له پوښتنې کولو او د ابهاماتو له روښانه کولو څخه ډډه کول  

فرض  کړئ، چې یوه مهمه دنده پر غاړه لرئ، په دې وخت کې باید وکولای شئ، خپل مهارتونه روښانه کړئ، خو ډاډه یاست، چې دا فرصت له لاسه ورکوئ، په ډېرې انګېزې سره کار پیلوئ، خو ورو ورو دې ته متوجه کېږئ، چې په دقیقه توګه نه پوهېږئ، وروستۍ پایله به څنګه وي، په داسې حال کې، چې په شدیده توګه کار کوئ.

د دې پرځای، چې ټیلیفون وکړئ او یا هم برېښنا لیک واستوئ او وضعیت مشخص کړئ، په خپل ځان باندې فشار راولئ. تل ځان ته دا وایئ، چې بالاخره به دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړم، په داسې حال کې خپل وخت بېځایه تېروئ او غرور مو د دې سبب ګرځي، چې انرژي او وړتیا مو له لاسه لاړه شي. که د یوې دندې د ترسره کولو په اړه ابهام لرئ یا په ذهن کې مو کومه پوښتنه رامنځته شوې ده، غرور مو پرېږدئ او د نورو له لارې اړین معلومات ترلاسه کړئ، په دې ترتیب هم مو وخت سپما کېږي او هم کولای شئ ګټور ترسترګو شئ.

په انټرنېټ کې له بریده زیات وخت تېرول

د انټرنېټ په څېر هېڅ څیز نه شي کولای، چې حواس مو ګډوډ کړي، ځکه د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره کولای شئ د معلوماتو نړۍ، لکه: بوختیاوې، لوبې او تفریح ګانو ته لاسرسی پیدا کړئ. د حواسو له انلاین ګډوډونکو څخه د لرې والي لپاره د حل څو ګټورې لارې شتون لري، که د څو مشخصو وېب سایټونو له مطالبو سره مینه لرئ، له بلاکر یا د وېب سایټ له تړونکي څخه ګټه واخلئ، ترڅو دا وسوسه را پارونکی وړاندیز مو د سترګو پر وړاندې ښکاره نه شي.

د حل بله لاره داده، چې له انټرنېټ څخه د ګټه اخیستنې لپاره یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ او ورو ورو دا وخت زیات کړئ؛ د بېلګې په توګه: د شلو دقیقو لپاره په مجازي نړۍ کې بوخت شئ او دا موده ۴۵ دقیقو یا یوه ساعت ته ورسوئ. باید ټول وخت په کار باندې بوخت واوسئ او په یوه کوچني استراحت سره ځان ته ډالۍ ورکړئ.  

که له انټرنېټ څخه د کاري موخې لپاره ګټه اخلئ، د انلاین بررسۍ لپاره، له یوه مورد څخه بل مورد ته حرکت کول، آسانه کار دی؛ نو ډاډ ترلاسه کړئ، چې د انلاین سرچینو له لارې د خپلې اړتیا وړ معلوماتو باندې متمرکز پاتې شئ.

پرله‌پسې استراحتونه

فرض کړئ، چې له غرمې وروسته درې بجې یوه بوخته کاري ورځ ده او تاسو د هغه فرد د وړاندیز په تمه یاست، چې ورسره له انرژۍ ډک یو څښاک وڅښئ، ترڅو له بدن څخه مو ستړیا لرې شي. ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي، چې په دې کار باندې ډېر زیات وخت مصرفوئ او نه شئ کولای، چې تمرکز مو بېرته تر لاسه کړئ، نو یوه لنډه دمه هم کولای شي، زیات وخت مو بېځایه تېر کړي. آیا تاسو د وخت تېرولو لپاره، خوراک یا سګرټ څکول پیلوئ؟

ډېری کسان دا عادت لري، چې له فکر پرته خوراک پیلوي، چې دا په بشپړه توګه یو بد عادت دی. ستونزه هغه وخت لاپسې جدي کېږي، چې هغو خوړو ته، چې د خوړلو هوډ یې لرئ، بې پامه شئ، دا ستونزه د نوشابې او قهوې له بریده زیاتو څښلو لپاره هم شتون لري. سګرټ څکول کولای شي د فرد روغتیا او سلامتیا له ګواښ او خطر سره مخ کړي، که د خپل ذهني ځواک د نوښت لپاره، یوه لڼد استراحت ته اړتیا لرئ، نو چټک پلی مزل یوه ښه ټاکنه ده. چټک پلی مزل ډېر سالم دی او ذهن ته مو دا فرصت ورکوي، چې په کار باندې لا ډېر تمرکز ولري.

ذهني ستړیاوو ته بې پامي

ډېری کسان داسې عادت شوي، چې تر ډېره وخته په کار ځای کې پاتې شي، چې له ذهني ستړیا پرته بله کومه پایله نه لري، په دې عادت سره ډېری وخت ستړی یاست او د تمرکز کولو وړتیا له لاسه ورکوئ؛ دا مسئله د وخت د له لاسه تللو سبب ګرځي. که په دوامداره توګه ستړی یاست، تر ډېره حواس مو ګډوډېږي او تمرکز کول به لاپسې سخت شي.

که د کوم کار د ترسره کولو لپاره ذهني چمتووالی ونه لرئ، د بریا ضمانت مو نه شي کولای. خپل ځان ته لا ډېر ارزښت ورکړئ او کافي خوب ته لومړیتوب ورکړئ.

له اړینې انګېزې سره سره، بې موخې توب

دا چې په ژوند کې موخه ونه لرئ، نو په اوږد مهال کې زیان وینئ، که روښانه لید او مشخصې موخې ونه لرئ، نو خپل وخت بېځایه تېروئ، که غواړئ بریا ته ورسېږئ، نو خپله انګېزه وساتئ او له خپلو لاسته راوړنو څخه یو روښانه انځور ولرئ.

که د متمرکز کېدلو لپاره انګېزه ونه لرئ، ورځې په ډېرې چټکۍ سره تېرېږي او نه شئ کولای، چې هېڅ موخې ته ورسېږئ. هېڅوک نه شي کولای، چې په چانس سره بریا ته ورسېږي، بریا ته رسېدل، پیاوړي هوډ او ارادې ته اړتیا لري. که پوه نه شئ، چې باید په کومه لاره باندې مخته لاړ شئ، بېځایه هڅه کوئ او وخت بېځایه تېروئ.       

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ