ژوند بڼه طبیعت

په مني کې د خپګان احساس، لاملونه او حل لارې یې دا دي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

هر فصل خپلې ښیګڼې او بدګڼې لري. د مني په ښیګڼو کې که د طبیعیت ښکلا، طلایي رنګونه، ملایم موسم او نور شامل دي، خو یوه منفي ځانګړنه یې د ځینو خلکو د خپګان احساس دی.

تاسې هم ممکن له هغو خلکو اوسئ، چې دغه احساس مو تجربه کړی وي. یانې په هرمني کې به خپګان او ستړیا محسوسوئ.

په دې مطلب کې د همدغه احساس په لاملونو او حل لارو معلومات درکوو:

هرفصل رواني اغېزې لرې
د روان پوهنې متخصصین باوري دي، چې هر فصل د انسان پر روان خپلې ځانګړې اغېزې لري.

دوی منی هغه موسم یادوي، چې انسان ته رواني نارامۍ تر نورو موسمونو زیات پکې پیدا کیږي.
دغې نارامۍ ته تر ډېره (فصلي رواني اغېزې) وایي.

د روان پوهانو په باور دغه اغېزې طبیعي دي او د ناروغیو بڼه نه لري. موسمي بدلونونه په دوامداره توګه پر روان اغېزې لري.
دا اغېزې چې روانی اختلالات هم ګڼل شوي، یوازې تر مني پورې محدودې نه دي.

د پسرلي په پیل کې هم ورته رواني اغېزې شته، خو په مني او ژمي کې شدت اخلي.

نا پېژندل شوي لاملونه
روان پوهان وایي د موسمونو د رواني اغېزو پېژندل، په خاص ډول د هغو اغېزو پېژندل خورا سخت دي، چې د خپګان او ستړیا د احساس سبب ګرځي.

ځینی باور لري، چې د ځینو خاصو هورمونونو موجودیت کیدای شي په یوه کال کې د ځینو خاصو بدلونونو او دغه خاص بدلونونه د رواني اغېزو سبب شي.

د لمر د وړانګو کمښت
یو شمېر نور روان پوهان بیا په مني او ژمي کې د رواني ستونزو او ناروغیو یو لوی دلیل د لمر د وړانګو کمښت ګڼي.
د دوی په باور په مني او ژمي کې ورځې لنډې او د لمر وړانګې کمې وي.

د دوی د ارزونې له مخې په دغو فصلونو کې انسانان څه د ورځو د لنډوالي او په کارونو کې د عجلې له مخې او څه هم د اسمان د وریځ والي، باراني توب او نورو موسمي تغیراتو له کبله په کافي اندازه د لمر وړانګې نه شي جذبولای.

د طب یو شمېر متخصصین هم له دغې وړاندوینې سره همغږي دي.

دوی زیاتوي، چې د لمر د وړانګو کموالی د انسان په وجود کې د سروتونین د کمیدو سبب ګرځي.
دغه کمښت د انسان د خلق تنګۍ او په رویه کې د بدلون سبب ګرځي.

د اوبو، سبزیجاتو او مېوې کموالی
منی او ژمی سره له دې چې د سزیجاتو او مېوو له اړخه بډای موسمونه دي، خو د هوا د یخوالي له کبله ډېرخلک پکې د سبزیجاتو؛ په خاصه توګه د تازه هغو یانې سلادو کارونې ته یې زیات زړه نه ښه کوي.

د اوبو له استعمال سره هم خلک زیاته لېوالتیا نه ښیي چې دا ټول د دوی په وجود کې د لازمو ضرورتونو د کمښت سبب ګرځي.

د اوږدمهاله دوام بدې اغېزې
روان پوهان د خپګان د احساس دوام په اوږدمهاله ډول خطرناک ګڼي.

د دوی په باور موسمي خپګانونه که څو کاله دوام وکړي په دایمي خپګان بدلیږي او خبره تر دې رسوي چې انسان ته ورسره ځان بې ارزښته او نا امېده ښکاري.

په دغه وضعیت کې انسان د انرژۍ، خوب، اشتها له کمښت سره مخ کیږي. همدا شان یې ذهني تمرکز زیانمنیږي او د مرګ یا ځانوژنې فکر ورته پیدا کیږي.

څوک په دې خپګان زیات اخته کیږي؟
په عام ډول ښځینه د نارینه وو په پرتله په دغه خپګان ډېر اخته کیږي.

په نارینه وو کې بیا ځوانان له سپین ږیرو څخه زیات د دغه خپګان له ستونزې سره مخ کیږي.

د دې ترڅنګ ژنټیک یا ارثي خواص هم د فصلي خپګان له لاملونو څخه کیدای شي.

په دې مانا چې ځینې خلک له دې کبله هم په دغه خپګان اخته کیږي، چې پلار، مور یا د کورنۍ نور غړي یې پرې اخته وو.

حل لارې دا دي:

– منظم او کافي خوب وکړئ.
– کافي تعذیه ضرور ده. په خاصه توګه اوبه، مېوې، سبزیجات او د پروتینو استعمال له یاده مه باسئ.
– سمه ده چې هوا به یخه، ککړه او وخت به مو کم وي، خو ورزش یا حد اقل د ورځې نیم ساعت پلی مزل باید وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي