ادبیات ټولنیز ژوند رسنۍ کلتور او هنر

معلومې څېرې، دروغي شخصیتونه او جعلي اکاونټونه

لیکنه: مهر تاج

د مهرتاج لیکنه

متعلمه وم؛ مکتب ته به چې تللم، د يوه محلي راډیو تلویزيون ژورنالیست به په لاره کې راته درېده. ترڅنګ به یې چې تېرېدم یو څه به یې ویل، دقیقه نه پوهېدم چې څه وايي خو نمبر نمبر به یې ویل (شاید هدف به یې د موبایل نمبر و. متعلمینو پنځه شپږ کاله وړاندې موبايلونه نه درلودل، نه هم ورسره پرېښودل کېدل). لکه د اوس غوندې که زړوره وای نو هرومرو به مې یا بوټ څپلۍ پسې راکښلی او پسې به مې اخیسته او یا به مې ورته ویل چې په زوره ووایه د څه نمبر!؟ هغه په اصطلاح ژورنالیست اوس لوی سړی او مهم سلاکار دی. په عامه اصطلاح، چې حيا نه پېژني دنيا هغو وخوړه. کله چې د تلویزيون پر پرده راشي د ټنګې سړی نه راته ښکاري او راسره ناستو خلکو ته یې د شخصیت کیسه کوم.

له یوه شخصي انسټیټیوټ څخه د فراغت غونډه مو وه، هلته هم ګڼې مخکښې څيرې او ژورنالیستان راغلي وو. د لومړي ځل لپاره مې انانسري کوله. زما د سروزرو غوږوالۍ پرېوتله، یو ژورنالیست ولیده، د والۍ طرف ته یې اشاره وکړه، زه پرې پوهه نه شوم. بیا مې ترې وپوښتل چې څه مو ویل؟ د دویم ځل ویلو لپاره هلک پښېمانه شو، ویل هېڅ هم نه. زه کنجکاوه شوم. هلک په والۍ پسې ښکته شو، کله یې چې له ځمکې راپورته کوله، د دېوال په لویه ښېښه کې مې ولید چې زما والۍ یې هدف و او راپورته یې کړه. په تمه پاتې شوم چې رابه يې کړي خو دا سړيتوب يې ونه کړ.

نوره هم په تمه شوم، حتی د پروګرام د ختمېدو تر شېبې، بالآخره مې حوصله تمامه شوه او ورته مې وویل چې جناب! څه مو چې پیدا کړل کولای شئ راباندې ويې سپارئ. سړی منکر شو، ویل تاسې څه وایاست، ما څه نه دي موندلي. صفا مې ورته وویل چې زما والۍ درسره ده. ویل نه مې ده موندلې، حال دا چې تر جېب ته کولو مې ولیده. نور نو هماغه کیسه وه چې غل نه تښتي، مل دې وتښتي. ښځمنتوب او بې‌زړه توب و چې زما سترګې وشرمېدې خو د ده والله که شرمېدلي وي.

زما د غریبۍ یوه جوړه غوږوالۍ بې‌جوړې شوې. زړه مې تر ډېره درد پسې کاوه او ژړا و غوسه مې راتلله. نن هغه ځوان هم د سياست ډګر ته راغلی، ژورنالیست دی او پرمختګ یې کړی. دا هم چې کله ګردي مېزونه او سیاسي خپرونې په تلویزيون کې مخته وړي، مور او خویندو ته مې وایم، دا هماغه زما د والۍ غل دی!

اوس که څوک پوښتنه وکړي چې دا کیسې کول څه مطلب او اوس ولې؟ نو ځواب دا دی چې دا کيسې په فیسبوک کې تر ځینو شخصیتونو پورې راپه یاد شوې. هغه داسې؛ یو څو تنه لوی فرهنګیان/ شاعران و لیکوالان پیژنم چې حساب پرې کېږي. دوی ښکلي لیکل، شاعري او ترنم وغیره کوي، کافي مریدان او مینه‌وال لري خو ما ته پرې افسوس راځي او لیکل یې ذره اثر نه راباندې کوي، له لوستلو یې تېرېږم، که شات و شَکر هم شي.

وجه یې؛ د نجونو په نوم اکونټونه درلودل؛ دومره فعالیت په خپل اصلي اکونټ نه کوي لکه په مستعار چې کوي، د نورو فرهنګي دوستانو په شخصیت و رازونو پسې لټه، نجونو سره ملګرتیاوې او د خپلو همزولو ازمایل. ځینې همیشه له دویم جنس یا مستعار اکونټه آنلاین وي، ځینې بیا دوه درې ورځې یا اوږده موده وروسته ترې آنلاین شي او په یوه ورځ یا یو وخت کې ضربه ضربه څو پوسټونه وکړي او بېرته غيب شي. ځینې چې کومې خبرې، عقدې، شوخي، سپینې او د ما في الضمير خبرې له خپله اصلي اکونټه نشي کولای، له مستعار اکونټ څخه يې کوي.

وه په پیر دې رحمت شه، په ټوکه ټکاله، خندا، چا ته په لایک و کمنټ ورکولو دې څوک نه په دار کوي او نه پرې سپک/ سپکه ښکارې بلکې دغه شان دوه مخي اوسېدو نه بهتره ده چې یو مخ او اصلي مخ واوسې. اخلاقي جرات پیدا کړه، پر ځان باوري ووسه، له خپل یو او اصلي اکونټه هر څه ووایه، وخانده، ډېر دوستان ولره، هر ځای هر چاته لایک و کمنټ ورکړه، او د زړه خبرې په ډاګه ولیکه.

دا لا څه معنی چې په اصلي مخ ( اکونټ) پرهېز ګاره، روزه داره، سنجیده ووسم او د غور کیسه جلا وي.که ته ووایې که ونه وایې خو چې یو ځل رسوا شوې او ټول درخبر شول، بیا نو تمثیل کول او هویت پټول مو بې شخصیتي او اصلي څېره ده.

ځینې دومره چالاک دي چې حتی دوه و درې ښځینه اکونټونه جوړوي ترڅو څوک شک پرې ونه کړي، ځانونه به یا خویندې خویندې کوي یا شناخته شناخته، دوی نورې نښې هم لري! (نجونو کې هم دغسې دوه او درې اکونټه لرونکې مخکښې نجونه پېژنم، یو کې به حکمتیار صیب وي، محدود دوستان او خپلوان، بل کې به جناب کرزی، عبدالله یا ولسمشر غني صیب وي.)

یو رنګ خو خپل رنګ واوسئ، څوک سر نه درباندې ماتوي چې دوستان دې زیات یا کم دي یا دې وخندل، ټوکه دې وکړله، سپینې دې وویلي یا دې چا ته لایک و کومنټ ورکړ وغیره….

ـ فکر به کوئ چې دا خورا چټي موضوع ده یا ټولو ته څرګنده ده (چې ما راخیستي) !

هو، څرګنده او عادي ده خو همدا موضوع شخصیت و حیثیت جوړوونکې او وژونکې ده، رواني و روحي تکلیف دی، لکه وایروس زیاتېږي او د شخصیت و ټولنې جرړې وچوي.

لکه پورته اول دوه مثالونه مې چې ذکر کړل. که دغسې د دوه‌مخۍ ژوند وکړو، بيا چې مو هر څوک ویني یا مو چېرته نوم اخيستل کېږي، دا به ورسره ضرور یادیږي چې دا اصلاً دغسې نه دی/ نه ده بلکې د بزرګۍ جامې یې پر تن کړي، زه ترې داسې او هاسې خاطره لرم. ښه شخصیت جوړېدنه وخت نیسي او له منځه تلل یې یو قصدي عمل یا یو غلط قدم پورته کول دي.

ـ دا یادونه مې تر ځينو فرهنګیانو او ژورنالیستانو وکړه چې څومره په درنه کې یې ځانونه سپک کړي او غورځېدلي کارونه کوي، د خپل حیثیت د ساتلو هډو فکر ورسره نشته. د سپینو جامو اغوستلو شوق هر څوک لري خو هر څوک یې ساتلی نشي.

دغسې کسان که فکر کوي چې خوندي او مستور یو نو دا د دوی خوش فهمي ده!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج