ټولنیز ژوند

هغه لاملونه چې تاسو په ژوند کې شاته پاتې کوي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

عادتونه: هغه څيزونه دي چې موږ يې په ورځيني، اونيز يا هم په ټوله کې په تکراري او منظم ډول يې موږ ترسره کوو.
زموږ ځيني منفي عادتونه دي چې په ورځيني توګه يې ترسه کوو، همدغه عادتونه زموږ د شاته پاتې والي سبب ګرځي او زموږ مخکې تګ ډب کوي. دا ډېره مهمه ده چې دغه منفي عادتونه او کړنې وپېژنو او ځان ترې خلاص کړو. په دې ليکنه کې به تاسو د دغو لاملونو ځيني مهم مهم يې تاسو ته دروپېژنو.

منفي بافي
منفي فکر يا هم هرڅه ته په منفي ليد کتل هغه څه دي چې د ډېری خلکو د برياليتوب مخه يې ډب کړې ده. په دې برخه کې اصلي ستونزه دا ده چې په موږ او تاسو کې ډېر شمېر دغه ناوړه عادت لري، خو کله چې د يو چا لخوا ورته وويل شي چې ته دغه عادت لرې، نو دی/ دوی يې په هېڅ ډول نه مني.
منفي فکر لرونکي اشخاص هرڅه ته منفي فکر کوي او که يو کار د دوی په خیر هم وي؛ نه يې مني او ښه باور پرې نه لري.

منفي چاپېريال
چاپېريال يا محيط هم هغه څه دی چې په انسانانو خپل ځانګړی اغېز لري، که تاسو په ښه او مناسب چاپېريال کې واوسئ، ستاسو لپاره د زده کړو زمينه برابره وي، هڅاند او هڅوونکي ملګري په شاوخوا کې ولرئ، چاپېريال مو امن او سوکاله وي… نو پرته له شکه چې تاسو به په خپلو ورځينو چارو کې بريالي ياست او خپلو موخو ته په ډېر ژر ورسېږئ.
په برعکس ډول، که کورنۍ کې ستاسو د نظر او فکر مخالفين ډېر وي، ملګري مو بداخلاقه او بدفعله وي، په ټولنه کې درته د زده کړو زمينه نه وي برابره؛ نو هرو مرو دا ټول به په تاسو منفي اغېز پرېږدي او تل به تاسو د ستونز او ناکاميو سره مخ ياست.

په پلان جوړونه کې ناتواني او هغو ته ژمن نه پاتې کېدل
ډېری کسان د خپل ژوند د ورځينو، اونيزو، مياشتينيو او کلنيو چارو لپاره برنامه او پلان نه لري، يا هم ځيني کسان شته چې برنامه او پلان لري؛ خو دا چې په عملي کولو کې يې پاتې راځي، بيا هم خپلو موخو ته نه رسېږي.
برنامه جوړونه او د پلان لرل، د برياليو کسانو له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی