د سويلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو توپوهونکی فاف ډوپلیسيس د ماشومانو سره د مرستي په پار خپل یو بیډ او یو لباس لیلاموي.
ډوپلیسیس پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې ویلې، هغه بیډ او لباس به لیلام کړي، چې په ۲۰۱۶م کې یې د انګلستانۍ لوبډلې په وړاندي ښې لوبې ترسره کړې وې.
د ډوپلیسیس په خبره، چې په بیډ او لباس ګټلې پيسې به سویلي افریقا کې هغو ماشومانو ته ورکړي، چې بیلابیلو برخو کې زیانمن شوي او خوړو ته په سم ډول اوس لاسرسی نلري.
۳۶ کلن ډوپلیسیس تر دې مخکې هم د خپلې میرمنې په ملتیا د ماشومانو لپاره د یوه کمپاین په ترڅ کې مرستې ټولې کړې دي.
ډوپلسیس د سویلي افریقا مخکښ توپوهونکی دی، چې په بیلابیلو فارمټونو کې یې تر دې مخکې لوبډلمشري هم کړې.
هغه د سویلي افریقا لپاره ۶۵ ټیسټ، ۱۴۳ یو ورځنۍ او ۴۶ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
فاف ډوپلیسیس په ټیسټ لوبو کې ۳۹۰۱ منډي، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۵۰۷ منډې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۴۰۲ منډې جوړې کړې دي.
ډوپلیسیس د ملې لوبډلې ترڅنګ د سویلي افریقا، انګلستان، هندوستان او اسټرالیا لیګونو کې د بیلابیلو لوبډلو سره لوبېدلی.