د خپل غوره ملګري د کليزي په ورځ ډوپلسيس د ټيسټ څخه تقاعد اعلان کړ

خبريال: مدثر دعوت

د سويلي افريقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلسيس د ټيسټ کريکټ څخه نن خپل تقاعد اعلان کړ.

نوموړي پر خپل انسټاګرام اکاونټ ليکلي چې وخت يې رارسېدلی تر څو د خپل ژوند يوبل پړاو پيل کړي.

ډوپلسيس ويلي غواړي خپله ټوله توجه راتلونکي نړيوال جامونو ته واړوي او د راتلونکو ۲ کلونو لپاره د لنډ فارمټ لوبې ترسره کړي.

سويلي افريقا کريکټ لوبډلي ته د فاف ډوپلسيس شتون ډېر مهم وو خو داچي ولي يې تقاعد اعلان کړ شايد کريکټ بورډ ورسره هماغسي همږغي نه درلودل لکه څنګه چې اړتيا وي.

ډوپلسيس د سويلي افريقا لپاره ۶۹ ټيسټ لوبې کړي،چې پدې لړ کې يې په ۴۰.۰۲ اوسط سره ۴۱۶۳ منډې کړي، ۱۰ سليزي او ۲۱ نيمه سليزي يې وهلي دي.

ډوپلسيس پداسي حال کې د ټيسټ کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ چې نن دده د غوره ملګري او د سويلي افريقا د پخواني لوبډلمشر اې بي ډيويلرز کليزه ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.