انټرنټي ملګرتیا

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د اړیکو کړکېجن حالتونه، یا ستونزمنې اړیکې، د ټولنیزو رسنیو او د کاروونکو ډېروالی، خصوصاً د انټرنټ د کاروونکو ډېرېدل د دې لامل شوي چې خلک له اصلي اړیکو څخه یا کورنیزو اړیکو څخه هاخوا انټرنټي اړیکې یا څېره په څېره یا هم د مسیج (چت) له لارې اړیکې ټینګې او سره ملګري شي. د همدې توکو له کبله چې خلک نه شي کولی د مقابل لوري هویت مالوم کړي یا سم یې وپېژني، نو د انټرنتي دوکو او له انټرنټه د ناوړه ګټې اخیستو لامل کېږي.

په وروستیو کلونو کې د انټرنټي جرمونو کچه لوړه شوې له نورو هېوادونو پرته په افغانستان کې هم دې اړیکو ډېر کسان زیانمن کړي او ډېر غټ تاوان یې پېغلو نجونو او نورو مېرمنو ته اوښتی، ځکه ښځې طایفه په ټولیزه توګه له عاطفو مالامال دي او ډېرې ژر د مقابل کس په خبرو تېروځي.

د نجونو تښتول، د هغوی د انځورونو خپرول، نورو هلکانو ته یې د پتې ورکول، ناحقه او بېځایه تور لګول پر نجونو او هلکانو، ان وژنې هم د انټرنټي ناوړه اړیکو پایلې دي.

د انټرنټ کارونې فرهنګ زده کول: ځوانانو او پېغلو ته د انټرنټ کارونې اجازه نه ورکولو او د خرابه سايټونو بندول هېڅ مانا نه لري، ځکه دا ستونزې حلولی نه شي. اړینه دا ده چې د انټرنټ د کارونې څرنګوالی او سمه استفاده ورزده کړل شي. د خرابه سایټونو بندول ستونزه نه شي حلولی، ځکه نامستقیمه توګه ټولنې ته غټ زیان هم اړولی شي، د دې لپاره چې که څوک خپل عقاید او فرهنګ هېر کړي، نو له بلې لارې دې سایټونو ته ننوځي، یانې دا بندول یې مانا نه لري.

اصلي کار دا دی چې خلکو ته د انټرنټ کارولو پوهاوی وشي او سمه ګټه اخیستل ورزده شي. ځوانانو (نجونو/ هلکانو)  ته باید وویل شي له انټرنټي ملګرو سره په اړیکو کې احتیاط وکړي او داسې څه ونه کړي چې بې وجدانه کسان یې وکاروي. په خواشینۍ سره دا کار افغانستان کې بېخي ډېر شوی چې هلکان نجونې او ځینې نجونې هلکان کاروي.

یو ټولنیز څېړونکی وایي چې د مسیج د نړۍ ډېری کاروونکي ځوانان او پېغلې دي. او پر دې اند دی چې دا ځوانان د پېژندګلوۍ، کوژدې او واده په هکله بې تجربې دي، ځکه خو د مسیج له لارې اشنایي کوي بیا سره وویني نو وروسته مینېږي، دوی فکر کوي مقابل کس یې هماغه کس دی چې کلونه یې دوی په تمه وو.

دا حالت په نجونو کې ډېر دی، ځکه په لږه موده کې یې احساس پر منطق برلاسی، مینېږي او دا هم شوني برېښي چې دا اړیکه به د هلک له خوا لا پخوا پلان او طرحه شوې وي د نجلۍ د کارولو او دوکه کولو په پار، خو زما په اند په پښتانه پوړ کې دا ډېر لږ دي، ځکه یو خوا پښتني ننګ او بل خوا کلکه مذهبي عقیده چې پښتانه لري، نه غواړي مقابل لوری (نجلۍ) وکاروي. که څوک یې کاروي هم هغه کسان دي چې نه په خپله بې عزتۍ بند دي نه د بل.

انټرنټي ملګرتیا یوازې د هلک او نجلۍ ترمنځه نه، د نجونو له نجونو او هلکانو له هلکانو سره هم کېږي او دا ملګرتیا د زیان پر ځای د پراخو اړیکو، ټولنیز کېدو او نویو ملګرو موندلو لامل وي. ډېری ستونزې د همدې انټرنټي ملګرو په مرسته حل کېدی شي، خو هلکان دې له نجونو او نجونې دې له هلکانو سره احتیاط کوي،  ځکه دا هم شوني ده، د هغه چا چې ضمیر مړ وي، هر ډول یو څوک وکاروي.

 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي