بریا او پرمختګ رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ مخکښان

فېسبوک ۱۶ کلن سو، په اړه یې معلومات دلته ولولئ.

خبریال: فضل الله فضلي

فېسبوک یوه ټولنیزه رسنۍ (ویب پاڼه) ده، چي په ۲۰۰۴ مېلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg)  او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کي د هغه د کوټې ملګرو Eduardo Saverin,  Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes  په مرسته یې په کار پیل وکړ.

د فېسبوک په لومړیو کي د دې وېب پاڼي غړي یوازي د هارورډ (Harvard) پوهنتون محصلین وه، وروسته یې نورو پوهنتونو ته لار پراخه کړل او کرار، کرار یې د لېسو زده کونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل سوه.
د ۲۰۱۲ م کال په دریمه برخه کي د فېسبوک کاروونکي شمېر تر یو بیلیون واوښتئ او د ۲۰۱۵ میلادي کال په درېیمه برخه کي د فېسبوک د فعالو کاروونکو شمېر په یوه میاشت کي تر ۱.۵۵ بېلیون پوري ورسېدئ.

اوس مهال په ټوله نړۍ کي د فېسبوک میاشتني کاروونکي تر ۲،۵ بیلیونه اوړي، چي دا د نړۍ ترټولو ټولنیزو رسنیو مشهوره او مصروفه ویب پاڼه ده او په نړۍ کي یې د ټول نفوس څخه تر ۱۵،۵٪ ډېر خلګ استعمالوي.

ددې رسنۍ سره په څنګه کي میسنجر هم تر دوه بیلیونه استعمالوونکي ډېر لري، خو د میسج د استولو په برخه کي اوس مهال د فیسبوک اړوند یو بله رسنۍ وټس آپ تر ټولو وړاندي ده او د نړۍ په هر ګوټ کي استعمالونکي لري.

د فېسبوک مشر زکربرګ د فېسبوک څخه نږدې هر کال ۷۷ میلیارډه ډالر ترلاسه کوي، چي په تېرو دریو میاشتو کي یې عاید ۲۵٪ لوړ سوي دي.

نوموړی د ١٩٨٤م کال د مې پر ١٤ مه په امريکا کي زېږېدلى، چي په ٢٠١٠ م کال کې د ټايم مجلې د کال غوره شخصيت و.

په افغانستان کې لس سلنه کسان انټرنېټ ته لاسرسی لري او ډېری ځوانان په موټر کي د سفر پر مهال له خپلو ملګرو او دوستانو سره د فېسبوک له لارې په اړيکه کي وي او له فېسبوک څخه تر نورو ډېرو برخو په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو باندي ډېري خبري کیږي.

د فېسبوک پواسطه تر اوسه په نړۍ کي ځیني لوی انقلابونه لامنځته سوي دي، چي له جملې څخه یې د مصر د ځوانانو انقلاب مشهور دئ.

اوس فېسبوک ستاسي په اړه تر هغه زيات مالومات لري چي تاسي فکر کوئ:
فېسبوک ستاسې د کریډیت کارټونو له شمېر څخه نيولې، تر شخصیت او همدارنګه د سپرلۍ په اړه مالومات تر لاسه کوي او دا اندازه بیا د ایکسټېشن په نوم یو پروګرام مالوموي چي هغه ته یې پروپبلکا نوم ورکړئ دئ.

پروپبلکا نه یوازي دا چي په ورځني شکل د فېسبوک مالومات ګوري، بلکې له دې کبله چي دا مالومات سم دي او که نه، تاسې ته نمرې هم درکوي.
همدرانګه دا مالومات ستاسي پر پوسټونو له کمنټ، لایک او نورو لارو په لاس راوړي چي تاسي څه ډول شخصیت یاست، څه ډول ژوند لرئ او کوم ډول ژوند خوښوئ.

همدارنګه تاسي چي کله تصویرونه خپروئ، پروپبلکا یې له ځان سره ساتي او پرېکړه کوي چې تاسي څه ډول یاست، ځکه تاسې بېلابېل تصویرونه خپروئ او ان ځینې یې ستاسي له شخصي ژوند سره اړیکه لري.

پوهان وايي چي د فېسبوك او ګوګل په څېر پاڼي د كاروونكو په اړه د دوى د مور- پلار، د كورنيو د غړو، نږدې ملګرو او حتى پوليسو په پرتله څو برابره زيات معلومات لري، نو لدې امله د فېسبوك او ګوګل څخه ډېره وېره په كار ده.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره