ساینس او ټیکنالوژي

د فیس اپ کاروونکو ته خبرداری: دا اپلیکشن خطرناک دی

لیکنه: یونس تسکین

تازه په افغانستان  او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د فیس اپ FaceApp په نوم یو اپلیکشن خپور شوی، چې له یوې اوونۍ په کمه موده کې خورا ډیر مشهور شو.

دا اپلیکشن د مصنوعي زکاوت په مرسته د انسان څهره ځوانه او یا هم بوډا ښيي او له تفریح پرته هیڅ نلري. د فیسبوک ګڼ شمیر ځوانو کاروونکو په دې اپلیکشن کې خپله زړه څهره اټکل کړې ده.

دا اپلیکشن په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی و، خو همدا روانه اوونۍ په  انټرنیټ خپور شو.

تازه د متحده ایالاتو د ډیموکراسۍ ملي کمیټې د امنیت څانګې خبرداری ورکړی، چې دا اپلیکشن خطرناک دی او کاروونکي يې په لوی لاس خپل شخصي او محرم اسناد د اپلیکشن سمبالوونکو ته په لاس ورکوي.

ددی ادارې د امنیت څانګې مشر، باب لارډ، وايي، دا اپلیکشن د روسانو لخوا جوړ شوی او له خطره خالي نه دی.

بل پلو د اپلیکشن تخنیکي ټیم وايي، سمه ده، چې اپلیکشن په روسیه کې جوړ شوی، خو د کاروونکو معلومات يې يې روسيې ته نه لیږل کیږي.

د متحده ایالاتو د ډیموکراسۍ ملې کمیټې، کمپاین کوونکو ته هم خبرداری ورکړی، چې ددې اپلیکشن کار وانخلي کنه روسیه به یو ځل بیا د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د لاس وهنې فرصت ومومي.

د امریکا ډیموکراتان ادعا کوي، چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې روسیې لاس وهنه کړې او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګټه يې ځينې انټرنیټې شبکې هیک کړې وې.

لارډ وايي، که څه هم ددې اپلیکشن د خطر په اړه په وضاحت خبرې نشي کیدلای او نشو ویلای، چې څومره خطرناک دی، خو له کاروونې يې، نه کارونه بهتره ده.

د اپلیکشن جوړونکي کمپنۍ وايي، چې دا اپ بلکل خوندی دی او د هیڅ چا شخصي معلومات هیڅ چاته نه ورکوي؛ بلکې دوی د اعلاناتو او پيسو ګټلو لپاره دا اپلیکشن جوړ کړی.

داسې ګنګوسې هم شته، چې دا اپلیکشن کولای شی، پخپل سره ستاسې د موبایل له ذخیرې عکسونه واخلي او خپاره يې کړي؛ خو د اپلیکشن کمپنۍ وايي، چې دوی یواځې هغه عکسونه خپروي، چې کاروونکی يې په خپل طبیعت انتخاب او اپلوډ کړي.

د نړیوالو سینمايي ستورو په ګډون، ګڼو چارواکو او خلکو ددې اپلیکشن څخه ګټه اخیستې، چې شاید وروستیو راپورونو ورته اندیښنې پيدا کړې وي.

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین