د اميدوارۍ پر وخت د مېرمنو پر مخ لکې څنګه ختمي کړو؟!

ژباړه: شپنه سلګۍ
د امیندوارۍ پر وخت د مخ لکې په طبیعي توکو له منځه یوسئ.
د امیندوارۍ پر وخت د مخ لکې، چې بېلابېل ننني او باندیني سببونه لري او په نړۍ کې بېخي ډېرې امیندوارې ښځې ورسره مخ کېږي، د لاندې طبیعي توکو په مرسته یې حل کړئ.
د دې ماسک د اړتیا وړ توکي:
۱ـ یوه کاشوغه کورکمن
۱ـ یوه کاشوغه د لېمو اوبه
د لېمو اوبه او کورکمن سره ګډ کړئ او د مخ پر هغو ځایونو یې ووهئ چې لکې پرې وي او شل دقیقې وروسته یې په یخو اوبو ووېنځئ.
د دې ماسک له کارولو وروسته باید مخ لږ تر لږه یو ساعت د لمر له وړانګو څخه وساتئ، که چیرې شوني وي نو دا ماسک هره ورځ دوه ځلې وکاروئ چې د مخ لکې مو په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي، همدارنګه لمر ته ګرځېدل او د ویټامینونو کمښت په وجود کې د بېلابېلو جلدي ناروغیو لامل کېږي، نو اړینهه ده چې د لمر ضد کرېم (SPF 45°) څخه د ورځې څلور ځله ګټه واخیستل شي او ورسره جوخت ملټي ویټامین درمل هم استفاده شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ