د سترګو د سوروالي لاملونه او درملنه یې

ژباړه او زیاتونه

سترګې کله د ناروغیو او کله د هوا حالاتو د بدلون له امله سرې کېږي. الرژي، عفونت/ مېکروب او د سترګو وچېدل د سوروالي لامل کېږي. داسې نه ده چې تل د ژړا یا تودې هوا له امله سرې کېږي؛ ځکه نو باید خپلسري درمل ونه کارول شي.

– الرژي/ حساسیت: ځينې وخت سترګې له ګلانو، ارایشي/سینګاري توکو او لېنز سره حساسیت کوي. دې وخت کې سترګې سرې اوړي، سوځي او اوښکې کوي. ډېری وخت حتا د بڼو لاندې سیمې د پړسېدو لامل هم کېږي. په دې حالت کې تاسو کولی شئ د حساسیت ضد قطره وکاروئ. کولی شئ هغه توکي وکاروئ چې ساتونکي کیمیاوي مواد پکې ګډ نه وي. که درته جوته شوه چې تاسو له هر ډول سینګارتوکو سره حساسیت لرئ، ډېر ژر یې بدل کړئ.

 

– د متحمله پړسوب له امله د سترګو سوروالی: کله کله د سترګو سوروالی د التهاب له امله وي. ډېری وخت د دې ډول سوروالي سرچینه وایروس وي. په خورا نادره وختونو کې د دې امکان شته چې لامل یې ویروس نه، باکټري وي. کله چې سترګو ته لږ یا ډېره ضربه ور وارده شي، باکټري هلته نفوذ کوي، لومړی یوه سترګه سره کېږي، بیا دوه/درې ورځې وروسته بله سترګه هم سره شي. دې وخت کې سترګه او د بڼو څوکې سرې کېږي. ځينې وخت د بڼو لاندې پړسېږي او سترګې سره نښلي.

که د سترګو متمحله پړسوب د باکټري له امله وي، درد کوي او خیری/چرک ترشح کوي. همدارنګه ډېر وخت د لمر تر وړانګو لاندې ګرځېدل چې لمریزې عینکې ونه کارول شي، سترګې سرې کېږي.

د دې ډول سوروالي درملنه داسې ده: ضد عفوني/ مېکروب ضد قطرې وکاروئ چې سترګې مو پاکې کړي. د التهابي کېدو په ټوله موده کې له ۴ نه تر ۱۰ ورځو پورې دا قطره وکاروئ. هڅه وکړئ چې کورتون لرونکې قطرې ونه کاروئ. که مو په دې کار سره د سترګو لید کمزروی شو، یا یې درد پیل کړ، هرومرو روغتیاپال ته ورشئ.

-د ګلوکوم( تورو اوبو) له امله د سترګو سره کېدل: کله چې پر سترګو باندې ډېر او ناڅاپي فشار وارد شي، ګلوکوم پیدا کېږي. په دې وخت کې سربېره پر دې چې سترګې سرې کېږي، شدید درد هم لري او د لید کمزورتیا، سردرد، کانګې او زړه بدوالی هم ورسره مل وي.

خو په ځينو ګلوکومونو کې سترګې نه سرې کېږي، نه درد لري.

درملنه یې: حتما معالج روغتیاپال ته ورشئ. هغه تاسو ته مناسب درمل درکوي.

– د سترګو د وچوالي له امله د سترګو سوروالی: کله چې د سترګو په ( میومین) کې اختلال او ګډ وډي رامنځته شي، د سترګو اوبه تبخیر او سترګې وچېږي.

له مانیټور/ سکرین سره د ډېر کار کولو، لوګي سره د حساسیت، د کولر له توند باد سره د الرژي له امله هم سترګې سرې کېږي.

د ځينو خلکو سترګې تر نورو ډېرې حساسې وي، ژر سرې کېږي. د سترګو سوروالی د هغو په رنګ پورې هېڅ اړه نه لري. کله کله سترګې سمدلاسه نه سرې کېږي. لومړی سوځي، خارښت کوي، تر بڼو لاندې بېګانه/پردې شی احساسېږي، اوښکې ځي بیا سرې کېږي.

درملنه یې: که ډېر وخت سکرین ته ګورئ او بله چاره هم نه لرئ، هڅه وکړئ چې ژر ژر سترګې ورپوئ. که د سترګو سوروالي ډېر په عذاب کړي یاست، روغتیاپال ته ورشئ.

د رګ د څيرې کېدو له امله د سترګو سوروالی: ځينې وخت د ضربې او ځينو درملو د کارولو له امله د سترګو مویرګونه شکېږي. دغه وخت وینه راټولېږي او د سترګو په سپینه برخه کې سره لکه رابرسېره کېږي.

درملنه: د دې ډول سوروالي لپاره کومه ځانګړې چاره نشته. دا پخپله د وخت په تېرېدو حلېږي. کېدی شي دا سوروالی شدیده اندېښنه درته پیدا کړي؛ خو چندان د اندېښنې وړ نه ده.

– د ژړا له امله د سترګو سوروالی: کله چې انسان ژاړي، سترګې عکس العمل ښيي. سرې کېږي او پړسېږي چې سردرد هم ورسره مل وي. دې وخت کې د سړو/ یخو اوبو ور اچول تر ټولو غوره لاره ده او دا سوروالی تر یوې ورځې/ څو ساعتونو ډېر نه اوږدېږي.

 

 

 




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ