مارچ 9, 2021

سترګې مو کوم ډول رنګ لري؛ له مخې یې د خپل شخصیت په اړه پوه شئ

Advertisements
ژباړه او راټولونه:  مهر تاج

په نړۍ کې شاوخوا ٧٩ سلنه خلک برون یا نصواري رنګه سترګې لري. له ۸ څخه تر ۱۰سلنه یې شینې یا نیلي/ اسماني رنګ لري.
٥% سلنه یې “هیزل” رنګ لرونکي دي، چې د زرغونه او نصواري رنګ مخلوط دی.
او دوه په سلو کې د انسانانو د سترګو رنګ زرغون یا د طبیعت رنګ لري.
بې شمیره څیړونکو پدې هکله/ برخه کې څیړنې کړي، تر څو دا ثابته کړي، چې د سترګو رنګ د انسان د شخصیت سره کوم تړاو لري او که نه؟
نو موږ درته نن دلته د ځینو څیړونکو اندونه د سترګو د رنګونو په هکله راټول کړي دي.
دا څېړنه په ۱۰۱۶ داسي میرمنو ترسره شوي، چې عمرونه یې د ١٦څخه تر ٣٥ کلونو پوري ؤو.
او پایله کې معلومه شوي ده چې:

* نصواري رنګه سترګې:


دا ډله میرمنې د نرم زړه خاوندانې، هوښیارې او زیرکې دي. او دا ډله خلک تل د اعتبار وړ دي.

* تور رنګ سترګې:


د تورو سترګو لرونکي میرمنې ډېرې ټولنیزې نه وي. او ډیری وخت په ځان اعتماد نشي کولی.

* شین یا اسماني/نیلي رنګ سترګې:


دا ډله میرمنې/ خلک خوش برخورده/ خورا نرم مزاجه، جذبونکي یا زړه راښکونکی شخصیت لري.

* زرغون یا د طبیعت رنګ


دا ډله میرمنې /خلک زړه راښکونکي او د خلاقت خاونداني/تخلیقي وي. له ځانه هر څه جوړولی شي یعني غولونکی شخصیت لري.

* هیزل ً د نصواری او شنه رنګ مخلوط ً


دا ډله میرمني/خلک د سخت فشار لاندي هم خپل کار سرته رسوي. ځان خپل مقصد ته رسوي.او تل د خپلې دندې سره لیونۍ مینه څرګندوي .

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ