کلتور او هنر

هغه عینکې چې په خورا لوړه بیه وپلورل شوې

مشهور برتانیوي سندرغاړي جان لینن هغه عینکې چې هغه استعال کړې وې اوس په یوه بولي کې په ۲ لکه ډالرو (چې تقریبا یو نیم کروړ څخه زیاتې افغانۍ) کیږي خرڅې شوي دي.

د راک موسیقي دنړۍ مخکښ سندرغاړي جان لینن دغه عینکې د یوه ځانګړي انداز لرونکي دي چې زیاتې خلک یې خوښوي.

د فرانسي خبري رسنۍ وایي، چې جان لینن څخه دغه عینکې د یوه موټر په وروستۍ څوکۍ کې پاتې شوې وې.

دغه عینکې د ایلن هیئرنګ دي، نوموړی د جان لینن د ډلې غړی وه او موټر چلوونکی یې هم پاتې شوی وه.

دغه عینکې څنګه تر دې وخته او ځایه رارسیدلې په تړاو یې ایلن هیئرنګ ویلي چې په ۱۹۶۸ کې یوه ورځ جان او جارج واخیستلې او دفتر ته یې وړلې. کله چې جان لینن له موټره ښکته کېده نو ورته معلومه شوه چې په وروستۍ څوکۍ کې يې عینکې پريښي دي او له یاده یې وتلي خو وایې چې پام یې شو نو ماتې شوې وې.

ایلن زیاته کړې؛ هیڅ کله یې بیا هغه ماتې شوې عینکې جوړې نه کړې او په هماغه حالت کې د بوليپه دوران کې یو کس هغه عینکې په ۲ لکه ډالره واخیستې.

د لیلامۍ په دغه جریان کې د جان لینن د ډلې د یوه غړي جارج هیرریسن یوه د غاړې هار هم په ۱۳ زره ډالره ( شاوخوا ۱۰ لکه افغانۍ) خرڅ شوی دی.

هیئرنګ زیاته کړې چې تر اوسه هم هیله مند وه چې دغه ټول شیان له ځانه سره وساتي خو وایي چې کورني حالت یې سخت شوی دی او له همدې امله یې خرڅ کړي دي خو زیاتوي چې د جان په تړاو ورسره ډېرې زیاتې کیسې شته.

د یادولو ده چې په ۸ د ډسمبر ۴۰ کلن جان لینن په نیویارک کې د هغه له کور سره یو مینوال یې په ډزو وویشت او مړ شو.

خو جارج هیریسن بیا په کال ۲۰۰۱ کې د ۵۸ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی