د ډپيکا سرمايه،خلک يې اسراف بولي؟!

ليکوال: مدثر دعوت

ډپيکا پاډوکان د باليووډ سېنما يوه له هغو ښځينوو اداکارانو څخه ده چې د هر فلم پر سر لوړ عايد ترلاسه کوي.

پاډوکان په خپل مسلک کې خورا بريالۍ ده د باليووډ تر څنګ په هاليووډ کې هم لوبېږي،د فلمفير د ايوارډونو د ګټلو ترڅنګ د خپل ملت مشهوره څېره ده او په ۲۰۱۸ز کې د نړۍ د ۱۰۰ مخورو انسانانو له ډلې وشمېرل سوه.

ډپيکا ۴۷ ميليونه نقدي سرمايه لري، خو دا ځيني داسي ځانګړي څه لري چې د باليووډ نوري ښځينه اداکاراني يې نلري.

راځئ د ډپيکا د غير معمولي شيانو او شتمنيو له ډلې يو څو د ايفا ويبپاڼي په حواله وپېژنو.

۱ـ په بيومونډ برج کې د هغې اپارتمان

ډپيکا د ممبی په پرابادوي کې 4BHK لري،(هغه اپارتمان چې څلور اطاقه،د هلېز او پخلنځی ولري ).

ددې اپارتمان قېمت ۱۶ کروړه هندۍ روپۍ کېږي.

ډپيکا د خپل کورڅخه د ممبی ښار د جنوبي برخي او سمندر منظرې کوي.

۲ـ د ډپيکا د الماسو ګوتمۍ

ډپيکا پاډوکان د ۲ کروړه هندۍ روپيو په قېمت ګومتۍ لري چې د خپلي کوزدې او واده پرمهال يې په ګوته کړې وه.

دا ګوتمۍ د زمرد،سوليټير او پلاټينيم څخه جوړه سوې ده چې ځانګړې ښکلا لري او بې مثاله ده.

۳ـ د هرمس بيرکين په نامه دستکول

ډپيکا د نړۍ د ترټولو ګرانترينو بکسونو له ډلې څخه يو لري.

د هرمس بيرکين په نامه دستکولونه د ۵۰۰ ډالره څخه تر ۴۰۰۰ ډالره پوري قيمت لري .

ددې بکسونو ځانګړتيا داده چې لاسي جوړ سوي، که وغواړۍ يا نه ستاسو نظر به ضرور ور اوړي او د جوړولو کمپنۍ يې وايي چې ددې د ستکولونو جوړول يو هنر دی چې بله هيڅ کمپنۍ يې نسي کولای.

د ډپيکا لاسي بکسه ۸.۰۳ کروړه قېمت لري.

۴ـ د اغوستلو کوټ

که تاسو د ډپيکا د سفر عکسونه ليدلي وي نو حتما به مو ددې په تن يو ليکي لرونکی کوټ هم تر سترګو سوی وي.

دا کوټ پر دې خورا ګران دی او قيمت يې د ۱.۲۷ څخه تر ۱.۷۵ لکه هندۍ روپيو په منځ کي دی.

۵ـ د ميرسديس مباچ، ایس ۵۰۰ په نامه موټر

دا موټر په باليووډ کې د ګوتو په شمېر اداکاران لري،د هغوی له ډلي يوه هم ډپيکا ده.

د هغې تور مباچ د ۱.۶۷ کروړه هندۍ روپيو پر شاوخوا قېمت لري.

۶ـ هغه کور چې ډپيکا د خپل مور او پلار لپاره اخيستی

دې اداکاري د خپل والدينو لپاره ۳۰ پوړيزه ودانۍ رانيولې ده چې شميره يې ۳۰۰۱ ده.

ددې اپارتمان قېمت ۴۰ کروړه هندۍ روپۍ دي.

۷ـ د اوډی A8 او Q7 موټرونه

د شاهرخ خان،سلمان خان او رنبير کپور په څېر ډپيکا هم د ۱.۵۶ کروړه هندۍ روپيو په قېمت خپل شخصي اوډی A8 موټر لري.

همدارنګه ډپيکا اوډی Q7 په نامه هم شخصي موټر لري چې قيمت يې ۹۳ لکه هندۍ روپۍ دي.

۸ـ د ټيسوټ په نامه لاسي ساعت

ډپيکا د ټيسوټ په نامه يو ګران بيه ساعت لري چې د ۱۸ قراطه،سپينو زرو،نقرې او سرو زرو څخه جوړ سوی دی چې ۸ لکه هندۍ روپۍ قېمت لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي