Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

له نورو تمه؛ هغه څه چې ناتوانه کوي مو

د تورپیکۍ غرنۍ لیکنه

تمه انسان محدودوي، ناتوانه کوي يې او بلاخره په هغه نري تار يې تړي چې هره ګړۍ يې د شليدلو امکان شته.

تمه لرونکی په خپل لاس د خپل ژوند د تحرک قوه د بل په لاس کې ورکوي او په لوې لاس ځان د نورو د غوښتنو او حوسونو تابع ګرځوي.

له نن مخکې مې ډير اوريدلي او په ډيريو کتابونو کې مې لوستي وو چې انسان بايد بل ته له تمې لرلو ځان لرې وساتي ځکه چې بيا نه پرمختګ کولی شي او نه هم خپلو مقصدونو ته رسيدی شي خو نن په دې هم پوه شوم چې له يو چا نه د هغه د شخصيت له کچې پورته د يو څه هيله کول انسان روحا ستومانه او ذهنا ستړی کوي.

او دا ستړيا يی د ژوند په مثبتو افکارو ډير ژور منفي اغيز پريباسي.

لازمه نه ده چې ته دې د خپلې هرې نيکۍ د پاداش اخيستو لپاره هغه کس ته په تمه وې کوم چې تا يې په سخته کې لاس نيولی او د خپل توان تر حده دې ورسره مرسته کړې، ښايې هر څه برعکس وي او د هماغه کس له خوا دې تاته ډيره شديده ضربه او لوی درد درورسيږي نو ته يې بايد په مقابل کې لکه زغره او پولادين ديوال ودريږی او مقابله وکړې.

دا هر څه هغه وخت ممکن وي چې ته هيڅکله له چا د ښو تمه و نه لرې او نه هم د خپلو ښو کړنو د بدلې اخيستو ته سترګې وګنډې.

څه ښه وايې چې: (ښه وکړه او سيند ته يې ګوزار کړه) د دې خبرې يو لوې حکمت دا دې چې انسان له تمې ساتي او دا ور زده کوي چې انسانان په متفاوته څيرو، متفاوته عادتونو، متفاوته کرکټرونو خدای هست کړي نو کړنې او نيتونه يې هم متفاوته دي.

ته پورته شه، حرکت وکړه او د خپلو مقصدونو په لور کلک ګامونه واخله پريږده چې دا نړۍ دې د لويدلو او تم کولو لپاره په لسګونه بندونه جوړ کړي خو ته يې په ورانولو او نړولو د خپل ژوند د اهدافو مسير ته دوام ورکړه. تر هغې شاته مه ګوره او مه ځان ته د تسليميدو اجازه ورکوه تر څو دې چې د خپل ټاکلي مقصد د ستوري څرک چيرته ترسترګو شوې نه وي.

د خپل ژوند بار په خپلو اوږو کيږده او له لوړو او ژورو يې پخپله پوريباسه.

د دې نړۍ د انسانانو يواځې همدومره زده دي چې څنګه د خپل منفعت او ځاني ګټو په خاطر د بل له صله رحمۍ او زړه سوي ناسمه ګټه واخلي او په ځان پورې يې حيران کړي، په هيچا تکيه او تر حده ډير باور مه کوه دا باور دې يوه ورځ له اندازې زيات کړوي.

هغه کس چې تا خوشالولی شي ته پخپله يې او هغه کس چې وروسته له هر وار لويدو تا بيا بيا پورته کوي هم ته پخپله يې نو هيڅکله د بل چا د ډوډۍ شکور او د کور لمڅي ته سترګې مه نيسه او مه ترې د داسې کار د کولو تمه لره چې ستا د ژوند نيمګړتيا به پوره کړي او تاته به په سختو کې اوږه درکړي.

هر انسان دې بل ته له تمې کولو ځان وساتي څو خوشاله، ارامه او له پرمختګونو ډک ژوند ولري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.