فوټبال؛ انګلستان او ډنمارک هیوادونو هم نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه

د اروپا فوټبال اتلولیو په کواټر پاینل لوبو کې تېره شپه ډنمارک د چیک جمهوریت او انګلستان بیا اُکراین فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

د ډنمارک او چک جمهوریت لوبه

 

دا لوبه تېره شپه ۸:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې ډنمارک ۲ ګولونه پر ۱ د چک جمهوریت ته ماته ورکړه.

د ډنمارک لوبډلې لپاره توماس ډیلیني په ۵مه او کاسپیر ډولبرګ په ۴۲تمه دقیقه کې ګولوهنه وکړه.

ددې ترڅنګ د چک جمهوریت لپاره بیا پارټیک سیچیک په ۴۹مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې لپاره ګول وواهه.

 

 

د انګلستان او اُکراین لوبه

 

دا لوبه تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې پيل شوه، چې پکې انګلستان لوبډلې ۴ ګولونه پر ۰ اُکراین ته سخته ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره هیري کین په ۴مه او ۵۰مه دقیقه کې، هاري مکویر په ۴۶تمه او جورډن هینډرسن بیا په ۶۳مه دقیقه کي ګولوهنې وکړې.

 

 

نیمه پایلوبې

 

ډنمارک د درېیمي او انګلستان بیا د څلورمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه، چې تر دې مخکې وړمه شپه اسپانیا د لومړۍ او ایټالیا بیا د دویمي لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې وه.

اوس په لومړۍ نیمه پایلوبه کې راتلونکې سې شنبه اسپانیا او ایټالیا او په دویمه نیمه پایلوبې کې بیا راتلونکې چهارشنبه ډنمارک او انګلستان فوټبال ملې لوبډلې له یو بل سره لوبیږي.

ددې ترڅنګ پایلوبه به بیا د دوو ګټونکو لوبډلو ترمنځ د روانې جولای میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ