هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

د اروپايي ټولنې سفیر میلبن افغانستان کې د واک د غیرې مرکزي کیدو هڅه کوي

په دې وروستیو کې له یک ټلویزون سره په یوه مرکه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن، هغو څرګندونو د ځنیو افغانانو عکس العملونه راپارولي چې په افغانستان کې یې د حکومتولۍ په غیرې مرکزي کولو ټینګار کړی.

له یک تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې ښاغلي میلبن ویلي” اروپايي ټولنه پیاوړی باور لري چې په افغانستان کې دې (واک)غیرې مرکزي وي او سیمه ایزه ډیموکراسي دې پیاوړي شي.“

د اروپايي ټولنې سفیر د یک ټلویزون ته په دې مرکه کې ویلي، د حکومتولۍ د غیرې مرکزي کولو پروسه به وخت واخلي، خو باید دې لورې ته پرلپسې هڅې دوام وکړي.“

د یو شمیر څارونکو په وینا میلبین د واک د غیرې مرکزي کولو خبرې په داسې حال کې کوي چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د یو پیاوړي مرکزي نظام د ټینګښت لپاره هڅې شوي او د سیمه ایزو زورواکو څخه د افغانستان د بېلابیلو سیمو د ژغورنې یوازینۍ لاره بلل کیږي.

د ډیرو په باور په داسې یو حساس وخت کې د حکومتولۍ په غیرې مرکزي کیدو د اروپايي ټولنې د سفیر ټینګار د واک په غیرې مرکزي کیدو ټینګار دی. هغه څه دې افغانستان د اوسني اساسي قانون خلاف ګڼل کیږي.

یو شمیر باخبره افغانان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر فرانز مایکل میلبن وروستۍ څرګندونې د شمال ټلوالې د یو مشر یونس قانوني د هغو تازه څرګندونو ملاتړ بولي چې ادعا یې کړي، په افغانستان د ریاستي او مرکزي نظام موجودیت ددې سبب شوی چې د افغانستان قومونه په مساوي توګه د قدرت په جوړولو کې ونډه ونه لري.

یونس قانوني چې د سولې په اړه یوې غونډې کې یې خبرې کولې، پارلماني او یو غیرې مرکزي نظام د افغانستان د بیلابیلو ستونزو هواری وباله.

یونس قانوني چې د سولې په اړه یوې غونډې کې یې خبرې کولې، پارلماني او یو غیرې مرکزي نظام د افغانستان د بیلابیلو ستونزو هواری وباله.

یونس قانوني او فکري ملګري یې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د یو پارلماني نظام د جوړیدو له لارې هڅه کوي په دې هیواد کې یو فیډارلي سیستم ته لاره هواره کړي چې په کې به افغانستان په نیمه خپلواک برخو ویشلی او د یو پیاوړي مرکزي واک څښتن به نه وي.

دا هغه څه دي چې ګڼ افغانان یې د افغانستان د ملي یووالي، جوړښت او پیاوړتیا په زیان او بالاخره ددې هیواد د ویش لپاره یو لاره جوړول بولي.

د اروپايي ټولنې د استازې دې څرګندونو په امریکا کې د افغان سفیر حمدالله محب انتقاد راپورته کړی او د خپل ټویټر په یو پیغام کې یې له نوموړي غوښتي چې د کوربه هیواد په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

زه فکر کوم چې دا مناسبه نه ده چې د خپل کوربه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي. که چیرې ستاسو خبرې ناسمې نقل شوي لطفا سمې یې کړئ.“

په ځواب کې یې میلیبن ویلي ” دا ستاسې د حکومت پالیسي ده او زه په ویاړ د واک په غیرې متمرکز کیدو او د سیمه ایزو ادارو په ملاتړ کې د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ملاتړ ته دوام ورکوم . “

تر دې وروسته واشینګټن کې افغان سفیر ښاغلي محب په خپل بل ټویټ کې ویلي” دا ډیره مهمه ده چې روښانه کړی تاسو یوازې د افغان پالیسۍ سره سم د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ملاتړ کوئ. دا راپور بیخي بل څه وايي.“

یو شمیر افغان څیړونکي وايي، د اروپايي ټولنې سفیر ته باید دا روښانه شي چې یو د سیمه ایزو ادارو د پیاوړتیا ملاتړ دی، او بل د واک غیرې متمرکز کول دي چې ځینې یې د افغانستان د اوسني ریاستي نظام پر ځای په پارلماني نظام او فیډرالي سیستم کې لټوي او دا دواړه دوه جلا چارې او بیلې مسلې دي.

په ټولینزو رسنیو کې یو شمیر افغانانو ویلي، د سیمه ایزو ادارو پياوړتیا د اوسني حکومت پالیسي ده چې اروپايي ټولنه یې ملاتړ کوي، خو د واک غیرې مرکزي کول د افغانستان د اوسني حکومت پالیسي نه بلکې برعکس د اساسي قانون خلاف چار ده او دا مهال افغان حکومت د مزارشریف په څیر په نیمه خپلواکو ولایتونو او یا پر هغو سیمو چې د طالبانو په ولکه کې دي، د مرکزي واک د ټینګولو هڅه کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر افغانانو د میلبین دا خبرې خارښتي بللي او نوموړی یې په څرګنده د هغو کسانو ملاتړی بللی چې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او د یو فیډرالي سیستم او پارلماني نظام د جوړولو هڅې کوي.

دا په افغانستان کې یوه حساسه او لانجمنه مسله ګڼل کیږي چې اکثریت افغانان پر یو ریاستي او مرکزي نظام چې پر ټول هیواد واک ولري ټینګار کوي او د افغانستان د نوي اساسي قانون د جوړیدو پر مهال هم یوه ناندریزه موضوع وه.

په افغانستان کې اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي دفتر وروسته په یوې خبرپاڼې کې هڅه کړې چې مایکل میلبن خبرې د سیمه ایزو ادارو د پیاوړتیا په معنی بدلې کړي.

په خبرپاڼه کې اروپايي ټولنې د یک ټلویزون د افغانستان مخکښ تلویزون بللی، او له دې تلویزون سره یې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مایکل میلیبن د خبرو په سپیناوي کې ویلي:

” اروپايي ټولنه دا روښانوي چی د حکومتوالی او سیمه ایز دموکراسي د غیر متمرکز کولو په برخه کې د افغانستان د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې له لارې کار کوي ترڅو په ولایتونو کې حساب ورکونه پیاوړې شي.

اروپايي ټولنه د سیمه ایز حکومتوالی پروژې (LoGo) چې د UNDP لخوا پلئ کیږي یوه لویه تمویل کونکي دي. اروپايي ټولنه د 2015 ام کال د اکتوبر میاشتې څخه تر اوسه 12.4 میلیون یورو دغه پروژې سره مرسته کړې تر څو د والیانو 13 دفترونو او 22 د ولسوالانو او ښاروالې دفاترو ته مرسته ورسیږي.“

خو په خبرپاڼه کې بیا په افغانستان کې د واک یا نظام غیرې مرکزي کیدو ته اشاره نه ده شوې. هغه څه چې د اروپايي ټولنې سفیر پرې خپله مرکه کې ټینګار کړی. او پرون په یوبل راپور کې بیا یک ټلویزون د نوموړې له خولې ویلي چې میلبن په افغانستان کې د واک په غیرې مرکزي کولو ټینګار کړی.
۵۹ کلن فرانز مایکل میلبنډ ډنمارکی ډیپلوماټ چې تر دې مخکې یې به جاپان او افغانستان کې د ډنمارک د سفیر په توګه دندې ترسره کړي. نوموړی د ۲۰۱۳ م کال راهیسې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */