افغانستان سرسکالو سوله سیاست

افغان حکومت اروپايي ټولنې او کاناډا ته غبرګون کې: پرته له ژمنې مو طالب بندیان ازاد کړل

لیکنه: بشر درویش
خبر: بشر درویش

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د پیلېدونکو خبرو په تړاو، افغان دولت په کابل کې د اروپا اتحادیې او کاناډا د ډیپلوماټیکو استازولیو د مشرانو د اعلامیې هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي:

«اعلامیه هغه تاریخي فرصت په ګوته کوي چې د دې خبرو په نتیجه کې به رامنځ ته سي. د افغانستان اسلامي جمهوریت  بشپړ چمتو دی چې د دې فرصت څخه په استفادې سره، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي.»

یاد وزارت ویلي:

« افغان دولت به په دې مذاکراتو کې د ښه نیت په درلودلو سربیره له یوې جوړونکې ارادې سره ګډون وکړي؛ د دې ښه نیت د تمثیلولو یوه واضحه بیلګه د طالب زندانیانو آزادول وو. هغه څه چې افغان دولت یې ژمنه نه وه کړې، او د په یاده اعلامیه کې  یې هم د باور رامنځ ته کولو د ښې بېلګې په توګه یادونه شوې ده.»

افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلند هیله غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ افغان دولت د سولې په موخه خپل لیدلوری، چې پکې د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو بنسټیز حقونه خوندي وي، په ډاګه کوي.

سرچینې ویلي چې افغان دولت د سولې په بهیر کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو او نورو ملګرو هیوادونو د ملاتړ منندوی دی.

باید وویل شي چې اروپايي اتحادیې او کاناډا ډیپلوماټیکو استازولیو په افغانستان کې د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې بین الافغاني خبرې پيل او جګړه ودریږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم اروپايي ټولنې د افغان حکومت پر ملاتړ ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د سولې د راتګ په موخه دې طالبان هم اوربند اعلان کړي، خو تر اوسه ددوی او نورو خواو غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ