سرسکالو سیاست نړۍ

د بیت المقدس پر سر صربستان او کوسوو ته د اروپايي ټولنې ګواښ

راپور: نسیمه محمدي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند، صربستان او کوسوو ته اخطار ورکړ، چې په بیت المقدس کې د سفارتونو جوړول د بروکسل د تړو نقضول دي.

د راپورونو پر اساس، اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ، صربستان او کوسوو ته، په “بیت المقدس” کې د سفارت په جوړولو ګواښ وکړ.

پيتر استانو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند وویل، صربستان او کوسوو، چې د دې ټولنې سره د یو ځای کېدلو په هڅه کې دي، باید پوه شي، چې په بیت المقدس کې د سفارت جوړول د بروکسل د تمو سره ټکر لري.

استانو زیاته کړه:

هر هغه ګام چې د اروپايي ټولنې ګډ موقف د اورشلیم پر سر تر پوښتنې لاندې یوسي، د اندېښنې وړ او د جدي خفګان لامل به وي.”

دغه اروپايي ډېپلوماټ وویل، که چېرې دغه دوه هېوادونه د اروپايي ټولنې سره یو ځای کېدلو ته لومړيتوب ورکوي، بروکسل له هغوی تمه لري چې پر اصولو هم پابند اوسي.

استانو ګواښ وکړ:

صربستان د اروپايي ټولنې سره د ملحق کېدلو لپاره د مذاکره کوونکي هېواد په توګه باید په کلکه د بروکسل سره همغږی وي.”

هغه زیاته کړه:

اروپايي ټولنه په هېڅ ډول خبره نه وه، چې د بیت المقدس او د اسرائیلو سره اړیکې، د صربستان – کوسوو د جزيي توافقاتو څخه دي.”

د اروپايي ټولنې دغه مقام ټينګار وکړ، چې بروکسل د دوو دولتونو فلسطین او اسرائیل د کړکېچ د حل پلوی دی او د بیت المقدس مسئله به هم په کې شامله وي.

تر دې دمه د اروپايي تولنې سربېره، د عربو ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو د صربستان او کوسوو دا پرېکړه غندلې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ