مایوډین: اروپايي ټولنه له افغانستان اسلامي جمهوریت نظام ملاتړ کوي

راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایوډین سره د مخه ښې کتنه کې نوموړي ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا مراسم پرون په ارګ کې ترسره شول.
ښاغلي غني د ماموریت پر مهال د پییر مایوډین د ترسره شویو هڅو او خدمتونو او له افغانستان څخه د اروپایې ټولنې د دوامدار سیاسي او مالي ملاتړ، قدرداني وکړه.

سرچینې ویلي؛ نوموړي له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامدارو او ستراتېژیکو مناسباتو په ځانګړي ډول په تېرو څو کلونو کې په مشترک ډول د ترلاسه شويو ارزښتونواو په افغانستان کې د انکشاف او ثبات په خاطر د دغې ټولنې د دوامداره تعهد، د بنسټونو د ظرفیت پیاوړي کولو او د ولسواک نظام او بشري حقونو د ارزښتونو په اړه د یادې ټولنې اصولي دريځ وستایه او د دغو اړیکو د لاپراختیا هیله یې وکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر پییر مایوډین چې په افغانستان کې یې ماموریت پایته رسېدلی وویل، دلته یې ماموریت فوق العاده عالي تجربه وه.
نوموړي ښاغلي غني او افغانانو ته ډاډ ورکړ چې اروپایي ټولنه به د سولې د تامین او د افغانستان د پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه:

«د اروپایې ټولنې اساسي موخې له اساسي قانون، ډیموکراتیک نظام او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ دی چې پکې وګړنیز حقونه، د ښځو او بشر حقونه په جدي توګه مراعتېږي، دغه زموږ ګډ هدف دی چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دې لا پیاوړی شي.»

پییر مایوډین د تلپاتې سولې د تامین په خاطر د افغانستان حکومت له هڅو څخه د اروپایې ټولنې د ملاتړ پر مهال وویل چې دوی د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ټولو دیموکراتیکو بنسټونو او پروسو څخه ملاتړ کوي او دغه نظام ته پر بل هر جوړښت ترجیح ورکوي او تر څنګ به یې پاتې شي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د اروپايي ټولنې دریځ تر ډیره د افغانستان د حکومت په ګټه بلل شوی او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره له حکومت سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بل پلو د افغانستان د سولې د بین الافغاني خبرو په اړه تر اوسه هم کوم نوی خبر نشته او تمه کیږي چې لنډ وخت کې به دا خبرې پیل شي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي