Advertisements
بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ددې ۷ تګ لارو په وسیله کولای شو خپل باور پیاوړی کړو 

هغه څوک چې بریالي دي خپل په نفس د لور اعتماد لرونکې دي، دوی هر څه چې کوي په هغه باور او ایمان لري ددوی همدا روحیه د بریالیتوب خواته بیایي.

هغه انسان چې په ځان باور لري تل نسبت ځان ته ښه احساس لري، خپل په ارزښت پوهیږي، خو د هغه چا چې خپل په نفس باندې اعتماد او باور کمزوری وي داسي فکر کوي چې دهیچا د پام وړ نه دي، هیڅوک ددوی سره لېوالتیا نه لري، او نه شي کولای چې هیڅ کار هم وکړي. که موږ په ځان شک وکړو نو باور مو لمنځه ځي او که موږ په ځان باور ونه لرو نو بل څوک څنګه په موږ بارو وکړي.

څوک چې په ځان باور لري د هري سختي څخه وتلای شي خو څوک چې تل په وېره کې وي نو تل ګوښه ګوښه ګرځي یوازینۍ د پرمختګ وسیله باور دی چې موږ تر لورو ځایونو رسوي نو ددې ۷ لارو نه په ګټه اخیستلو نه خپل باور لور ورلای شو.

۱: خپل له ځانه سمه ارزیابي وکړئ: جانی یونایتس فوتبالیست یو لوی امریکایي پوه وایي( د غرور او اعتماد ترمنځ توپیر شتون لري؛ غرور هغه دی چې خپل په هکله لور فکر وکړو. خو په نفس باندې باور هغه دی چې خپل په کړنو او خپل په وړتیاوو باور ولرو، خپل په نفس باور پیدا کول په ډېرو کارونو ترسره کولو سره پیدا کیږي.
نو که غواړئ په نفس باندې باور مو لور لاړ شي نو باید ریښتیني ارزیابي خپل وړتیا او خپل ځان په هکله ولری.

۲: نه ووایاست: د کالیفرنیا په پوهنتون کې څېړنو ښکاره کړل چې نه ویل زموږ باور لور بیایي او زموږ د وېري او فرسوده ګي کچه ښکته کوي، ځکه نه ویل ډېري وخت زموږ په ګټه ده او دا نه ویل خپله یوه د قاطع پړېکړي په معنا دی.

۳: لومړۍ د کوچني بریالیتوب پسې وګرځئ: هغه څوک چې په ځان باور لري نو نسبت نورو ته ښه روحیه لري لومړۍ هڅه کوي چې واړه بریالیتوبونه ترلاسه کړي وروسته لوی، کله چې موږ واړه کارونه هم وکړو نو باور مو ورسره ډېریږي او دا باور تل پاتي کیږي.

۴: یو لارښود ځان لپاره پیدا کړئ: داسي چا سره تل مشوره وکړئ چې با هوشه او ښه تجربه ولري چې تاسو تل تشویق کړي چې همدا تشویق ستاسو باور ډېروي.
۵: په منظمه توګه ورزش وکړئ: اونتاریو موسسه کې څېړنو ښکاره کړې. چې انسانان په اونۍ کې دوه واري ورزش کوي، نو ځکه د وړتیا، هوښیاري او جسمي ځواک له نظره پیاوړي دي. ورزش کول نه یوازې ستاسي اندام یو برابر ساتي بلکې ستاسو باور هم لور بیایي او ستاسي روحیه مثبت لوري ته وړي.

۶: شیک جامې واغوندئ: ستاسي جامې ډول او ړنګ په تاسو او نورو خلکو ډېره اغېزه لري د جامو ډول ستاسو د فکر ډول ښکاره کوي، څېړنو ښکاره کړې چې کله چې څوک رسمي کالي اغوندې نو د هغوی د خبرو او ناستو ډول هم بدلون کوي نو ځکه ښایسته کالي د انسان باور پورته بیایي نو باید داسي جامې وټاکو چې زموږ شخصیت ورسره معرفي شی.

۷: واضح خبري وکړئ: هیڅ کله نور وګري مه تهدید کوی ځکه دا ستاسو کمزوري ښکاره کوي، خپل ځان کنترول کړئ په هر حالت کې چې یاست خپل خبرو ته پام وکړئ خپل د لاس حرکاتو ته او د خولې هم نو ډاډه اوسئ د پوره باور سره که مخ په وړاندې لاړ شئ نو هیڅکله ماته نه خورئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.