د ۲۰۱۹ز کال غوره کريکټرانو ايوارډونه!

ليکنه: مدثر دعوت
د کريک انفو له لوري د ۲۰۱۹ز کال غوره کريکټرانو ته جايزې ورکول سوې.
د ايسپيرن کريک انفو ايوارډ هر پړاو د کال غوره توپوهونکو او توپ اچوونکو ته ورکول کيږي.
د کال د غوره جايزو لپاره د پخوانيو کريکټرانو،مبصرينو او کمينټريټرانو او د کريک انفو د قوي ليکوالانو لخوا رايه ورکول کيږي.
په تيرو کلونو کي لاسيت ملينکا،شاهد افريدي،ميچل جانسن او کمار سنګکارا ته يادي جايزې ورکول سوي.
راځي پدې پوه سو چي کوم کريکټران ددې معتبري جايزې مستحق دي،او ګټونکي سويدي.
۱_ د ۲۰۱۹ز کال د ټيسټ غوره توپوهنه.

د ټيسټ د غوره توپوهني ايوارډ کوشال پريرا ته ورکړل سو.
سريلانکايي پريرا تيرکال د سويلي افريقا په وړاندي ټيسټ لوبه کي ۱۵۳ ناسوځيدلي منډي وکړې چي په يوازي سر يې لوبډله بريا ته ورسوله.
دا توپوهنه يوازي د ۲۰۱۹ز کال نه بلکي د ټیسټ د تاريخ ترټولو غوره توپوهنه ده.
۲_ د ۲۰۱۹ز کال د ټيسټ غوره توپ اچوونه.

د ټيسټ د غوره توپ اچووني ايوارډ کيمار روچ ته ورکړل سو.
روچ تيرکال د انګلستان په کوربتوب د ۱۷ منډو په مقابل کي ۵ ويکټي واخيستې.
۳_ د ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو غوره توپوهنه.

د ۲۰۱۹ز کال د يو ورځنيو لوبو د غوره توپوهني ايوارډ انګلستاني بين سټوکس ته ورکړل سو.
سټوکس د نړيوال جام په پايلوبه کي د نيوزلينډ په وړاندي لارډز لوبغالي کي ۸۴ ناسوځيدلي منډي ترسره کړې.
نوموړي د بونډريو په ترسره کولو سره خپله لوبډله بريا ته ورسوله.
۴_ د ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو غوره توپ اچوونه.

د يو ورځنيو لوبو د غوره توپ اچووني ايوارډ نيوزلينډي مت هينري ته ورکړل سو.
هينري د نړيوال جام په لړ کي د هندوستان ۳ ويکټي واخيستې او هند يې په هماغه لوبه کي د نړيوال جام څخه بهر کړ.
۵_ د ۲۰۱۹ز کال شل اووريزو لوبو غوره توپوهنه.

د ۲۰۱۹ز کال شل اووريزو لوبو د غوره توپوهني ايوارډ اسټرالياوي ګلين مکسويل ته ورکړل سو.
مکسويل تيرکال د هندوستان په وړاندي طوفاني توپوهنه وکړه او په بنګلور کي يې ۱۱۳ ناسوځېدلي منډي وکړې.
۶_ د ۲۰۱۹ز کال ۲۰ اووريزو لوبو غوره توپ اچوونه.

د ۲۰۱۹ز کال شل اووريزو لوبو غوره توپ اچووني ايوارډ سريلانکايي لوبډلمشر لاسيت ملينګا ته ورکړل سو.
ملينګا په ۲۰۱۹ز کال کي د نيوزلينډ ۵ ويکټي د ۶ منډو په مقابل کي ترلاسه کړې.
۷_ د ۲۰۱۹ز کال غوره لوبډلمشر.

د ۲۰۱۹ز کال د غوره لوبډلمشر جايزه د انګلستان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ايون مورګن ته ورکړل سوه.
مورګن د ۲۰۱۵ز کال راهيسي د انګلستان کريکټ لوبډلي لوبډلمشر دی او په ۲۰۱۹ز کال کي يې وکولای سوه چي د لومړي ځل لپاره خپله لوبډله د نړيوال جام اتله کړي.
۸_ په ۲۰۱۹ز کال کي د کريکټ غوره پيلوونکی لوبغاړی.

د ۲۰۱۹ز کال د کريکټ د غوره پيلوونکي لوبغاړي جايزه جوفر ارچر ته ورکړل سوه.
ارچر دهغو کريکټرانو له جملې څخه دی چي تير کال يې نړيوال کريکټ پيل کړی، تر ټولو ډيري يې نومرې ترلاسه کړي.
۹_ د ۲۰۱۹ز کال ښځينه کريکټ غوره توپوهنه.

په ۲۰۱۹ز کال ښځينه کريکټ کي د غوره توپوهني جايزه اسټرالياوۍ مګ لانينګ ته ورکړل سوه.
مګ تير کال د انګلستان په وړاندي ۱۳۳ ناسوځيدلي منډي وکړې.
۱۰_ د ۲۰۱۹ز کال ښځينه کريکټ غوره توپ اچوونه.

په ۲۰۱۹ز کال ښځينه کريکټ کي د تر ټولو غوره توپ اچووني جايزه اسټرالياوۍ الراونډري ايلايز پيري ته ورکړل سوه.
پيري تير کال د انګلستان په وړاندي د ۲۲ منډو په مقابل کي ۷ ويکټي ترلاسه کړې.
۱۱_ د کريکټ د دويمي درجې هيوادونو غوره توپوهنه.

په ۲۰۱۹ز کال کي د دويمي درجې هيوادونو د توپوهني ايوارډ جورج مانسي ته ورکړل سو.
سکاټلينډي مانسي تيرکال د نيدرلينډ په وړاندي ۱۲۷ ناسوځيدلي منډي وکړې.
۱۲_ د کريکټ د دويمي درجې هيوادونو غوره توپ اچوونه.

په ۲۰۱۹ز کال کي د دويمي درجې د هيوادونو د توپ اچوونکو له ډلي څخه د عمان توپ اچوونکي بلال خان ته ايوارډ ورکړل سو.
بلال خان تيرکال په دبۍ کي د هنکانګ ۴ لوبغاړي د ۲۳ منډو په مقابل کي سوځولي وه.
د کريک انفو د ايوارډونو لپاره د کريکټ د نړۍ نور بهترين لوبغاړي هم نومول سوي وه خو د کريکټ پوهانو له لوري يوازي ۱۲ کريکټرانو ته په بيلابيلو برخو کي ايوارډونه ورکړل سوه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ