مارچ 8, 2021

د پرله‌پسې اېشول شوو اوبو زیانونه

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

عامه ذهنیت دا دی چې د اوبو اېشول، په اوبو کې موجود میکروبونه او مضرې بکټریاوې وژني، چې دا خبره تر یوې کچې سمه ده، خو کله مو فکر کړی دی چې د اوبو بیا بیا اېشول او ترې ګټه اخیستل څه زیانونه لري؟
د هارورډ د پوهنتون د څېړونکو په وینا، د اوبو په اېشولو سره په د اوبو په ترکیب کې ځينې ژور بدلونونه را منځته کېږي، په اوبو کې ځينې موجود ترکیبات او ګازونه الوځي (فرار کوي) او کله چې معمولي اوبه له کچې ډېرې وخوټول شي یا بیا بیا و اېشول شي، نو د اوبو ترکیبات ناوړه حالت غوره کوي.
په اوبو کې ځينې خطرناک ترکیبات زیاتېږي او پایله کې د دغو اوبو په څښلو سره د اوبو په ترکیب کې د ځینو خطرناکو کیمیاوي موادو، لکه نایټرېټ، ارسېنيک او فلورایډ د څښلو د خطر کچه هم لوړېږي.
باید یادونه وکړو چې د اوبو په اېشولو او په اوبو کې شته نایټرېټ ته لوړه تودوخه ورکول نایټرېټ د نیټروسامین په زهري موادو بدلوي چې د سرطانونو لامن کېږي همدارنګه ځینو څېړنو ښودلې چې نایټرېټ د معدې، کولمو، پانکرانس، او تایراویډ د ناروغیو لامل هم کېږي. او همدارنګه د ارسینیک د کچې زیاتوالی په اوږد مهال کې د ودې د کمزورتیا، ارسینکي مسمومیتونو، شنډوالي، مثانې، د پښتورګو د تېږې او د زړه د ناروغیو لامل هم کېدای شي.
همدارنګه د فلورایډ د کچې لوړوالی هم ډېرې روغتیایي ستونزې را منځته کولای شي، او شونې ده چې په عقلي عصبي سیسټم ناوړه اغېز وکړي، خصوصاً د ماشومانو عقلي او عصبي وده کمزورې کولای او زیانمنولای شي.
د دې ترڅنګ کله نایټرېټ په وینو کې له هموګلوبین سره یو ځای شي، وینه نه شي کولای په سمه توګه اکسیجن ولېږدوي او دا کار ټول بدن په ځانګړي ډول د مغز کړنې ځنډوي او زیان ورته رسوي.
بله ستره ستونزه چې ممکن ډېر ماشومان له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي هغه د مېندو او کورنیو له لوري ماشومانو ته د وچو شیدو د جوړولو پر وخت له همدغو بیا بیا اېشول شوو اوبو څخه کار اخیستل دي او کېدای شي تاسو هم د هغو میندو او کورنیو له ډلې و اوسئ چې څو څو ځلې مو د ماشومانو وچو شيدو د جوړولو لپاره له پرله‌پسې اېشېدلو او بېرته سړو شو اوبو څخه ګټه اخیستې وي، خو په دې ممکن نه پوهېږئ چې له دغو اوبو (هغه چې یوځل اېشول شوې او بیا سړې شوې وي) د شېدو په جوړولو کې ګټه اخیستل ډېر روغتیایي زیانونه لري.
لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، دا عادي خبره ده چې اېشېدلې اوبه روغتیا ته ډېره ګټه لري او هغه اوبه چې جوش شوې وي له مکروبونو څخه پاکې وي، خو هغه اوبو چې یو یا څو ځله اېشول شوې وي او بیا سړې شوې وي، څښل یې تاسو او په ځانګړي ډول ستاسو ماشومانو ته ډېر زیان لري.
په یاد ولرئ هېڅکله هم د ماشومانو وچې شيدې په هغو اوبو کې چې د نایټرېټو ډېرې ذرات و لري مه جوړوئ، په ساده اصطلاح هغه اوبه چې څو ځو ځلې اېشېدلې وي، ماشومانو ته پکې شېدې مه جوړوئ او دا اوبه پرې مه څښئ، ځکه امکان لري چې د نایټرېټ ذرات ماشوم د وینې، هېموګلوبین او سنډروم په ناروغیو اخته کړي.
دا باید هېر نه کړو، هغو ماشومانو چې د مور شيدې څښلې وي که چېرې مور یې هم د نایټرېټ لرونکو اوبو څخه ګټه اخیستې وي او څښلې یې وي، ماشوم په پورته یادو شویو ناروغیو اخته کېږي.
نو که غواړئ له دغو ټولو ناروغیو څخه ستاسو ماشومان خوندي و اوسي، نو لاندې چارې ترسره کړئ:

• د اوبو له ډېرو خوټولو او اېشولو څخه ډډه وکړئ.
• یو ځل اېشول شوې اوبه بیا بیا مه اېشوئ.
• له هغو اوبو څخه ګټه مه اخلئ چې څو ځله اېشول شوې وي.
• په بازار کې داسې الې خرڅېږي چې تاسو ته په ډېرې اسانۍ سره په اوبو کې د نایټرېټ ذرات ښکاره کوي، او تاسو کولای شئ په خپلو کورونو کې له دغې الې څخه ګټه واخلئ.
• هغه لوښی چې اوبه پکې اېشوئ، لومړی خالي او ویې وینځئ، چې پخوانۍ اېشېدلې اوبه پکې پاتې نه شي.
دا چې افغانان اوبه زیاتې اېشوي او بیا بیا یې په چای او شیدو کې کاروي، همدا لامل دی چې په هېواد کې د پښتورګو، مثانې، او سرطانونو ناروغۍ ورځ تر بلې ډېرېږي.
تاسو کولای شئ د پورته لارښوونو په پام کې نیولو سره په ډېره اسانۍ د دغو ټولو ناروغیو مخه ونیسئ او د خپل ځان، کورنۍ او ماشومانو روغتیا تضمین کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ