سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د انګلستاني لوبډلمشر «ایون مورګن» دا تازه ریکارډ!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي توپوهونکې او لوبډلمشر ایون مورګن د ډوهنې هغه ریکارډ مات کړ چې د کپتانۍ په توګه یې ډیرې شپږیزې وهلې وې.

د کرکټ په برخه کې نامتو ورزشي ویبپاڼې ایسفاین کرک اینفو پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د ایون مورګن د دې ستر ریکارډ ستاینه کړې.

ددې تر ځنک ایسفاین کریک اینفو ویلې، چې مورګن پرون د ایرلینډ په وړاندې لومړۍ شپږیزه ووهله، نو د لوبډلمشرۍ په توګه یې د ډوهني د ډیرو شيږیزو وهلو ریکارډ مات کړ او ایون مورګن اوس د لوبډلمشرانو په توګه د ډیرو شپږیزو وهلو په لومړي ځای کې شتون لري.

ایون مورګن دې ستر ریکارډ ته په خپله ۱۶۳مه یو ورځنۍ لوبه کې چې د ایرلینډ په وړاندې یې ترسره کړه ورسید.

مورګن تر دې دمه پوري د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ۱۶۳ یو ورځنیو لوبو کې لوبډلمشري ترسره کړې، چې په دې ۱۶۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۱۵ شپږیزې وهلې دي.

په دوهم ځای کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او پخوانې لوبډلمشر ایم ایس ډوني دي، چې د خپل وخت یو غوره لوبغاړی وه او ډیر ریکارډونه یې جوړ کړې وه. هغه بیا په ۲۳۲ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه ۲۱۱ شپږیزې وهلې وي.

همدارنګه بیا په دریم ځای کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې پخوانې لوبډلمشر ریکي پونټنګ دی، دی هم د لوبډلمشرانو په توګه د ډیر شپږیزو وهلو په لیست کې شامل دي.

ریکي پونټنګ په ۳۲۴ لوبو کې د لوبډلمشر په حیث ۱۷۱ شپږیزي وهلې دي.

برینډن مکلم د نیورزلینډ کرکټ ملې لوبډلې پخوانې لوبغاړی او لوبډلمشر، چې اوس یې له نړیوال کرکټ څخه استعفا اعلان کړې، د نیوزیلینډ لپاره په لوبډلمشرۍ کې یې په ۱۲۱ لوبو کې ۱۷۰ شپږیزې وهلې دي.

او اي بي ډیویلرز د سویلې افریقا پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر هغه توپوهونکی دی، چې د لوبډلمشر په توګه یې په ۱۲۴ لوبو کې ۱۳۵ شپږیزي وهلې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ