خواړه روغه سټه

د انځر خوړلو ګټې

ژباړه: ملیحه ناصري

انځیر د مدیترانې بومي میوه او ګرم مزاجه ده. هغه کسان چې اوږدمهاله یا لنډمهاله ناروغۍ یې تېرې کړې وي او کوم ځانګړی حساسیت ورسره ونه لري, ښه ده چې انځیر وخوري تر څو بیا روغ او ورځنیو چارو ته ورسېدلی شي. انځیر ډېرې ځانګړتیاوې او ګټې لري چې دلته به یې ووایو:

  • وینه پاکوي او د وینې د غوړو ( کلسټرول)  ضد دی. هېره دې نه وي چې د وینې غوړ د انسان وجود کمزوری کوي او لړزه ورته پیدا کوي.

  • سینه او کولمې نرموي.

  • د ساه بندۍ ( نفس تنګۍ)  لپاره ښه دی .

  • په انځیر کې وسپنه, آهک او منګنیز شته چې د هډوکو لپاره ګټور دي.

  • که تر ډوډۍ مخکې وخوړل شي, د اشتها پارولو سریېره د خوړو د ښه هضم لامل کېږي.

  • د چا چې کولمې وچې وي او د وجود اوبه یې کمې شوې وي او له همدې امله قبضیت ورته پیدا وي, تر ډوډۍ خوړلو مخکې دې انځیر وخوري.

  • څوک چې له ډنګروالي ځورېږي او غواړي پنډ چاغ شي ؛ نو انځیر دې له بادیانو سره , سهارنۍ کې وخوري. د بادیانو اندازه باید ډېره نه وي ؛ ځکه بادیان چې له حده ډېر وخوړل شي د مړیني لامل کېدی شي.

  • د انځیرو خوړل د وجود اضافي اوبه د خولو په بڼه له وجوده باسي . مانا ټول سموم او زهرجن مواد د پوستکي له لارې دفعه کوي.

  • ځیګر یا يېنې ته ګټور دی.

  • د چا چې تیلي ستونزې ولري یا پړسېږي, انځیر دي وخوري.

  • غوزان یا چارماغ چې له انځیرو سره وخوړل شي, د زهرو پر وړاندې د انسان وجود پیاوړی کوي.

  • د حافظې یا یادښت قوې د پیاوړې کولو په پار انځیر + بادام + پسته وخورئ.

  • انځیر د خولې بد بوی له مینځه وړي.

  • ګلیسرین او د انځیرو پوډر چې سر ګډ او پر غاښونو وموښل شي, هم سپینېږي هم یې کلکوي .

  • د اوربشو اوړه او د انځیر پوډر چې د ملهم ( مرحم ) په بڼه جوړ شي, عضلاتي دردونه, او هغه بخارونه یا دانکۍ چې مینځ یې سپین, شاوخوا یې سره وي, درد ولري او سوځي, ورکوي.

  • د انځير او زیتون غوړیو ملهم چاودو ته ښه دی.

  • د انځیر شیره ( کله چې د انځیر پاڼه له ونې راوشکول شي, یو ډول شیره ورسره راوځي) د زخو او میخکونو د ورکولو لپاره ګټه لري.

  • که تور شوي غاښونه درد کوي, د انځیر شیره دې پرې کېښودل شي, سمدستي یې درد اراموي.

  • د غوښې او حبوباتو د ژر پخولو لپاره یو دانه اومه ( خام)  انځیر وراوچوئ.

  • انځير تبه او تنده وژني.

  • انځیر باید ډېر هم ونه خوړل شي ؛ ځکه سترګو او معدې ته تاوان کوي.

  • د ویښتانو د ساتلو او قوي کېدو لپاره, اونۍ کې یو ځل, د انځیر پاڼې د نکریزو په بڼه پرې کېږدئ.

  • څوک چې غواړي چاغ شي, یو – دوه انځیره دې په شیدو کې خوري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.