Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له ژونده د خوند اخیستلو ۵ آرونه!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

څوک دي چي ښه او خوشحاله ژوند ئې نه خوښېږي، خوشحاله ژوند د هر انسان ځانګړې غوښتنه ده. خو موږ ډېری کله چي د ځانو له پاره وخت وقفوو، د ګناه احساس کوو. په دې نه پوهېږو، چي د ځانو له پاره وخت وقفول او له ځانو څخه مراقبت و ساتنه کول هغومره مهم دي، څومره چي له نورو او د کورنۍ له غړیو څخه مهم دي.

څېړنو ښوولې ده، کوم کسان چي د کورنۍ غړیو ته توجه کوي او ځان هېروي، دوئ ډېر د افسردګۍ تر خطر لاندي دي. لاندي هغه لاري چاري درته وړاندي کوو چي سبب کېږي خپله خوشحالي وساتئ:

۱ـ په خپلو افکارو او چار چلند کي د غم او خپګان نښانې وپېژنئ

موږ هر یو د غم، خپګان او بې حوصله ګۍ پر مهال له ځانو څخه ځیني علایم ښکاره کوو. غوره ده چي دا نښانې خپله وپېژنئ او دمخه تر دې چي په تلپاتي او همېشنیو رفتارونو بدل سي، پر یوه حللاره ئې فکر وکړئ. د خوشحالۍ او خوښۍ تر ساتلو هیڅ شی هم هومره مهم نه دي.

۲ـ د خپلو شخصي، کاري او کورنیو بوختیاوو ترمنځ مو توازون مراعات کړئ

خپله خستګي پېژندل یو شی او بیا د هغې د رفعه کولو له پاره یو څه کول بل شی دي. هرکله چي ځان ته د خستګي او ستړیا رفعه کولو او رواني آرام موندلو په خاطر د تفرېح او چکر فرصت ورکوئ، کولای سئ چي په لا ډېري مثبتي روحیې سره کار یا کورنۍ ته توجه وکړئ. حتا دمخه تر دې چي په افسردګۍ باندي اخته سئ، د خوشحاله اوسېدو او ژوند کولو يو پروګرام ولرئ. مثلاً استراحت وکړئ، پلی تګ وکړئ او يا یو څو دقیقې یوازي کښېنئ پرته له دې چي په دماغ او ذهن کي مو کوم مزاحم فکر او خیال خطور وکړي.

۳ـ په ځینو حالاتو کي شوخ طبعیته اوسئ

له شور ماشور او له دې ننني کوشت و خونه په ډکي نړۍ کي لا هم موږ هېروو چي باید ډېر وختونه شوخ طبیعته اوسو. دا خو که وکولای سو چي په سختو حالاتو کي مسک او خنده روی اوسو، دا زموږ سره مرسته کوي چي خپله خوشحالي دوامداره او پایداره کړو. داسي هم نه چي ځانونه بې دلیله پر خندلو باندي مجبور کړو. د یوې ښایستې تمثیلي پارچې کتل یا له مجلې څخه یوه خندوونکې ټوکه لوستل درسره دا مرسته کوي چي حال مو ښه سي او د خوښۍ او خوشحالۍ له پاره مو دلیل لرلی وي.

۴ـ له کورنۍ او دوستانو سره وخت تېر کړئ

له کورنۍ او دوستانو سره یوځای اوسېدل زموږ د روح او روان سره مرسته کوي او سبب کېږي چي خپل رواني توازون وساتو. هغه کسان چي زموږ په رواني اړتیاوو پوهېږي، موږ درک کوي او زموږ له پاره اندېښمن کېږي، زموږ په ژوند کي خورا مهم رول لري. د هغوی حضور مو له ژونده رواني فشارونه کموي او ورسره لیده کاته ئې زموږ د منفي هیجاناتو د تخلیې کولو له پاره خورا اغېزناکه لاره ده، چي په ژوند کي زموږ د خوشحاله اوسېدو سره مرسته کوي.

۵ـ رغوونکي او سالم فعالیتونه زیات کړئ

د حیرانتیا ځای نه دئ چي کله وینو د نړۍ ډېر لوی سیاستمداران دي په ورزشي کلب کي ورزش کوي. البته زموږ نادیده وو له پاره به دا یو څه جالبه او د حیرانتیا وړ وي، خو په نوره نړۍ کي دا معمول دئ. هغه کسان چي په سختو او پُر مسئولیته ځایو کي کار کوي، دوئ اړتیا لري چي د خپلي رواني تخلیې له پاره ځینو فعالیتونو ته وخت ورکړي. هرکله چي د خپلي خوښي ساتېری ولرئ او د هغه له پاره د خپل پروګرام سره سم وخت ځانګړی کړئ، حتمن خوشحالي حسوئ او دروني خوښي مو زیاتېږي. دا کار هم ستاسي د سلامت سره مرسته کوي او هم مو خوشحاله کوي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي