Advertisements
ځوانان او زده کړې

د انګلیسي زده کړه؛ غوره لارې چارې یې دا دي

لیکنه: صادق طارق

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

د انګلیسي ژبې زده کړه هم یوه جدي اړتیا ده او هم ځینو ته یوه لویه ستونزه ښکاري.

د بهرنۍ ژبې زده کول طبیعي ده، چې اسانه نه ده او ستونزې لري.

دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې کړو، چې د انګلیسي ژبې په اسانه زده کړه کې درته ګټور تمامیږي.

د انګلیسي ژبې پياوړتیا

هره ورځ د ډېر لږ وخت لپاره هم چې وي، په انګلیسي ژبه وغږیږئ.

په دغه یا بله هره ژبه، چې غواړئ زده یې کړئ، خبرې کول درته اسانوي، چې هغه ژبه ښه او اسانه زده کړئ.

البته دا کار هغه وخت ګټور دی، چې ذهناً ورته ښه اماده اوسئ، ارامه اوسئ او زده کړې ته مو طبیعت برابر وي.

هرکله زده کړه او پرځان فشار راوړل نه وي ښه، وخت ته په کتو له دوستانو یا خپل ځان سره انګلیسي ووایئ.

تلفظ مو پياوړی کړئ

په انګلیسي یا د بلې هرې ژبې په ګرامر که هرڅومره پوه شئ، خو دا مه هېروئ، چې تلفظ هم پر ژبې د حاکمیت یو مهم اصل دی.

هڅه وکړئ، چې په انګلیسي ژبه خپل تلفظ پياوړی کړئ او داسې حد ته ورسوئ چې د دغې ژبې له اصلي ویونکو سره مو ډېر توپير ونه شي.

د تلفظ ښه کولو لپاره هم مشهورې او نړیوالې انګلیسي رسنۍ ګورئ، هم د مهمو څېرو انګلیسي ویناوې اورئ او هم خپلو دوستانو سره زیات وغږیږئ.

د لغاتو زېرمه مو قوي کړئ

په ذهن کې د یوې ژبې د زیاتو لغاتو لرل پر هغه ژبه ستاسې له بشپړ حاکمیت سره د پام وړ مرسته کوي.

هڅه وکړئ، چې زیات لغات او اصطلاحات زده کړئ.

د دې لپاره یوازې پر ډیکشنریانو بسنه نه ده په کار؛ عمومي معلومات مو پياوړي کړئ او د دې کار په خاطر هره ورځ رسنۍ ګورئ، تاوده موضوعات وڅارئ، چې له نویو لغاتو او اصطلاحاتو سره مو اشنا کړي.

ازادو بحثونو ته ورشئ

داسې ازاد بحثونه به حتماً ستاسې په شاوخوا کې وي، چې په انګلیسي ژبه پکې علمي او متنوع موضوعات بحث کیږي.

هڅه وکړئ، چې داسې بحثونه درنه خطا نه شي.

د دغو بحثونو د تعقیب لپاره لاس په کارشئ. دا بحثونه درته زیاته ګټه ځکه لري، چې هلته د نه اټکلیدونکو موضوعاتو بحث کولو ته اړ وځئ او دا اړ وتل مو مجبوروي، چې زیات لغاتونه پخپلو دلایلو او بحثونو کې وړاندې کړئ.

ډیکشنري وګرځوئ

د انګلیسي د ښې زده کړې لپاره ښه ده چې په جیب یا موبایل کې ډیکشنري ولرئ.

ګرځنده ډیکشنري لرل په دې ښه دي، چې هر وخت په اضافي او فرصتي وخت کې ګټه ترې اخیستی شئ.

دا استفاده هم د انتظار، هم سفر او هم نورو ممکنه وختونو کې کیدای شي.

لیکل، لوستل او اوریدل مو قوي کړئ

د راډیو ګانو او تلویزونونو د انګلیسي خبرونو او پروګرامونو اوریدل ستاسې له لیکلو، لوستلو او اوریدو سره زیاته مرسته کوي.

هڅه وکړئ، چې دا چانس او مسولیت درنه پاتې نه شي.

رسنۍ په مسلسله توګه اورئ او هڅه وکړئ چې انګلیسي مو د معلوماتو د لاسته راوړلو ژبه شي.

له دغې ژبې سره داسې چلند جوړول سخت نه؛ بلکې اسان او جذبونکی کار دی.

دلیل دا دی، چې انګلیسي ډېره معلوماتي ژبه ده او په اسانه درته زیات او تر نورو ټولو ژبو تازه معلومات درکوي.

د راډیو تلویزون ترڅنګ له انګلیسي مجلو او ورځپاڼو هم ګټه واخلئ، چې لوستل مو قوي شي.

خاطرات مو په انګلیسي ولیکئ

د خاطرو کتابچه به حتماً لرئ، د دې لپاره چې له دغې کتابچې او لیکلو یې هم زیاته انګلیسي زده کړئ، غوره ده چې خاطرې مو په انګلیسي ژبه ولیکئ.

دا کار مو نویو موضوعاتو سره مخ کوي، مجبوریږئ چې په ورځینیو خاطرو کې مو نویو مخ شویو مسایلو ته نوي لغات او اصطلاحات پیدا او ویې کاروئ.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق