انګلستان يوځل بيا نړيوال کريکټ پيلوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د انګلستان کريکټ بورډ وايي د تړلو دروازو تر شا به يوځل بيا نړيوال کريکټ پيل کړي.
د نورو کارونو تر څنګ کرونا ورزشي فعاليتونه هم په ټپه درولي او په نړيواله کچه ټولي ورزشي لوبي ځنډيلي او په ټولو هيوادونو کي ورباندي بنديزونه ولګيدله.
خو د انګلستان او ويلز کريکټ بورډ خبر ورکړی چي د تړلو دروازو شاته به يوځل بيا کريکټ پيل کړي.
د انګلستان د کريکټ بورډ مشر سټيو الورټي ګارډين ته ويلي ” د تړلو دروازو ترشا به د می تر ۲۸مي مخکي لوبي پيل سي، موږ د کرونا لپاره پوره تدابير نيسو.
نوموړي وويل لوبغالي ته تر ننوتلو وړاندي به لوبغاړي چک کيږي او دننه په لوبغالي کي هم د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي لاري چاري ولټوو.
سټيو زياته کړه د ويسټ انډيز سره د انګلستان ټيسټ لوبه د جون په څلورمه پيليږي او تر هغه وروسته پاکستانۍ لوبډله انګلستان ته راځي.
د انګلستان کريکټ بورډ پداسي حال کي يوځل بيا د نړيوال کريکټ د پيل خبر ورکوي چي په ياد هيواد کي ۱۴۵۴۳ کسان د کرونا په ويروس اخته سوي او ۷۹۵ کسان د کرونا ويروس امله مړه سوي.