سپورټ کرکټ وزش او تمرین

نړیواله درجه بندي کې د دوو انګلستاني لوبغاړو پرمختګ!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې دوو تکړه الراونډر لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې خورا ښه وځلیدل او د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندې کې یې پرمختګ وکړ.

کریس ووکس او سټورټ براډ هغه انګلستاني لوبغاړي دي، چې د ټیسټ سیالیو په الراونډرانو کې یې د پاکستان په وړاندې تر ښه ځلېدو او بریا وروسته مخکې تګ وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کرکټ الراونډرانو لوبغاړو په نوملړ کې کریس ووکس له نهم ځای څخه اووم ځای ته پورته شوی او ددې ترڅنګ سټورټ براډ بیا لسم ځای ته راغلی.

دې درجه بندي کې کریس ووکس ۲۷۳ او سټورټ براډ بیا ۲۲۰ نمرې لري.

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د ۳ ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه انګلستان په ۳ ویکیټو پاکستان ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې دوو پیاوړو لوبغاړو کرس ووکس او سټورټ بروډ د ټیسټ لوبو د الرانډرانو په نړیواله درجه بندې کې مخکې تګ کړي.

کرېس ووکس په تیره لوبه کې د توپ اچونې په برخه کې ۴ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او د توپوهنې برخه کې یې هم ۱۰۳ منډې جوړې کړې، چې تر ټولو قېمتي هغه یې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان د ۲۷۶ منډو پوره کولو پرمهال ۸۴ ناسوځېدلې منډې وې.

همدارنګه سټورټ بروډ بیا په تیره لوبه کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول او د توپوهنې په برخه کې یې ۳۶ منډې جوړې کړې، یاد لوبغاړی په دواړو پاڼیو کې د پاکستان درې – درې ویکټې واخیستې.

بل لورې ته په یاده درجه بندې کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې الراونډر بین سټوکس د ۴۶۴ نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې دي.

د ټيسټ لوبو د الراونډرانو درجه بندې

په یاده درجه بندي کې بین سټوکس د ۴۶۴ نمرو په درلودلو سره په لومړي ځای کې، جیسن هولډر د ۴۴۷ نمرو په درلودلو سره په دوهم ځای کې، رویندرا جډیجا د ۳۹۷ نمرو په درلودلو سره په درېیم ځای کې، میچل سټارک د ۲۹۸ نمرو په درلودلو سره په څلورم ځای کې او رویچندرن ایشواین بیا د ۲۸۱ نمرو په درلودلو سره د ټيسټ لوبو د الراونډرانو په نړیواله درجه بندي کې پنځم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ