مارچ 2, 2021

انګلستان او پاکستان هیوادونه نن شل اوریزه لوبې پیلوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب تر ټیسټ سیالیو وروسته د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ نن ماخستن ۹:۳۰ بجې پیلوي.
دا دوه هیوادونه لومړنۍ شل اوریزه لوبه نن په منچسټر ښار کي کوي.
ټاکل شوې انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې دوهمه شل اوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه شل اوریزه لوبه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کړې.
دې دوو هیوادونو تازه کېدونکو شل اوریزه لوبو ته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

ټیسټ لوبې

تر شل اوریزه سیالیو مخکې انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو د دریو ټیسټ سیالیو لړۍ درلوده، چې هغه کوربه انګلستان وګټله.
لومړۍ ټیسټ لوبه په دریو ویکیټو انګلستان وګټله، خو دوهمه او درېیمه ټيسټ لوبه بیا د باران له امله لغوه شوې او په دې سره انګلستان ۱ پر ۰ یاده لړۍ کې بریالی شو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ