مارچ 8, 2021

د پاکستان په وړاندې د انګلستان تازه اعلان شوې لوبډله!

Advertisements
لیکنه: محمد نسیم حمیدي

ټاکل شوې انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب یو د بل په وړاندې له اوږده ځنډه وروسته درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.
یادو سیالیو ته څو اونۍ مخکې پاکستان کرکټ ملې لوبډلې خپله لوبډله اعلان کړې وه، خو انګلستان بیا د ویسټ انډيز څخه تر لړۍ ګټلو وروسته اوس تازه د پاکستان په وړاندې لومړۍ ټیسټ لوبې ته خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
یاده لوبډله په دې ډول ده:
جي روټ، جېمز انډرسن، جوپرا آرچر، ډوم بیس، سټورډ براډ، روري بورنیس، جوس بټلر، زاک کراولي، سم کوران، اولي پوپ، ډوب سیبلي، بین سټوکس، کریس ووکس او مارک ووډ.

د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشري به جي روټ وکړي.
انګلستان او پاکستان لومړۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي اګسټ میاشتې له ۵مي بیا تر ۹مي، دوهمه ټیسټ لوبه د اګسټ میاشتې له ۱۳مي بیا تر ۱۷مي او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د اګسټ میاشتې له ۲۱مي بیا تر ۲۵مي نېټې پوري ترسره کوي.
له هغه وروسته دا دوه هیوادونه درې شل اوریزه سیالۍ هم ترسره کوي، چې لومړۍ شل اوریزه لوبه د اګسټ میاشتې په ۲۸مه، دوهمه شل اوریزه لوبه د اګسټ میاشتې په ۳۰مه او درېيمه شل اوریزه لوبه بیا د سیپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ