ویسټ انډيز کوربه انګلستان ته ماتې ورکړه!

د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه ویسټ انډيز هیواد وګټله.
دې لوبه کې ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې انګلستانۍ لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
د یادي ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې وکړې.

ویسټ انډيز بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېو سره ۳۱۸ منډې جوړې کړې.
کله چې انګلستانۍ لوبډله دوهمه پاڼۍ ته کښته شوه، نو دا ځلې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۳ منډې جوړې کړې او ویسټ انډيز ته یې د ۲۰۰ منډې هدف وټاکه.
ویسټ انډیز یاد هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې لومړۍ ټیسټ لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه.

ټاکل شوې دا دوه هیوادونه دویمه ټیسټ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه پيل کړي.
د دې ترڅنګ درېیمه او وروستۍ ټیسټ لوبه بیا د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه پيلوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.