انګلستان تېره شپه په لومړنۍ شل اووريزه لوبه کې د ۶۷۲۰۰ نندارچيانو په شتون کې هندوستان ته ماته ورکړه.
هندوستان ته د انګلستانۍ لوبډلې اوږد سفر دوام لري،ميلمه لوبډلې د ټيسټ سيريز ۲-۱ بايلوی خو د پنځو شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه يې وګټله.
انګلستان د لوبې پچه وګټله او هندۍ کريکټ لوبډلي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هندۍ لوبډلې په پوره شل اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې هدف وټاکه.
د شرياس اير ۷۶، د ريشب پنت ۲۱ او د هارديک پانډيا ۱۹ تر ټولو ډېري منډي دي.
د انګلستان لپاره جوفرا ارچر ۳،عادل رشيد،مارک ووډ،کريس جوردن او بن سټوکز يوه يوه ويکټه ترلاسه کړي.
د ۱۲۵ منډو هدف لپاره انګلستان ډېر ښه پيل وکړ او ياد هدف يې په شپاړلسم اوور کې پوره کړ.
د انګلستان لپاره جيسن رای ۴۹،جوز بټلر ۲۸،جوني بيړسټو ۲۶ او ډيويډ ملان ۲۴ مڼډي وکړې.
په هندي توپ اچوونکو کې يوازي واشنټن سندر او چاهال يوه يوه ويکټه واخيسته.
انګلستان په ۸ ويکټو لومړنۍ شل اووريزه لوبه وګټله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جائزه جوفرا ارچر ته ورکړل سوه.
دويمه شل اووريزه لوبه سبا يکشنبه د مارچ په ۱۴مه ترسره کېږي.