انګلنډۍ لوبډله په ټیسټ کې د سهیلي افریقا او هند، وروسته کولو هڅه کوي

انګلستانۍ لوبډله چې په دې وروستیو کې ورته ډېر کار شوی، په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې د درجه بندۍ په نوملړ کې د مخکې تګ په حال کې ده.
انګلستانۍ لوبډله چې کرکټ یې ملي لوبه ده، په یو ورځنیو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.
 
دې لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې د ۲۰۱۸ م کال له سرڅخه لومړی مقام ساتلی دی، دا مقام ځېنې وختونه اسټرالیا، هندوستان او سهیلي افریقا له ځان سره محکم کړی دی؛ خو د ۲۰۱۸ م کال له سره د یو ورځنیو لوبو لومړی مقام له انګلستان سره دی. دوی د ۱۲۶ نومرو په لرلو سره د نوملړ په سرکې دي.
هندوستان د ۱۲۱ نومرو په لرلو سره دوهم، نیوزیلېنډ د ۱۱۲ نومرو په لرلو سره دریم، سهیلي افریقا د ۱۱۱ نومرو په لرلو سره څلورم او پاکستان د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره پنځم ځای کې دی. ورپسې اسټرالیا، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، افغانستان او زِمبابوي دي.
د نړیوالو لوبډلو د ټېسټ لوبو درجه بندي:

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د نومبر میاشت کې درجه بندي داسې ده، چې هندوستان په ټېسټ لوبو کې د ۱۱۶ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري.
سهیلي افریقا د ۱۰۶ نومرو په لرلو سره دوهم، انګلستان د ۱۰۵ نومرو په لرلو سره دریم، نیوزیلېنډ د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره څلورم، اسټرالیا د ۱۰۲ نومرو په لرلو سره پنځم، سریلانکا د ۹۷ نومرو په لرلو سره شپږم، پاکستان د ۹۵ نومرو په لرلو سره اووم، ویسټ انډیز د ۷۶ نومرو په لرلو سره اتم، بنګله دېش د ۶۷ نومرو په لرلوسره نهم او زِمبابوې د ۲ نومرو به لرلو سره لسم ځای لري.
د انګلستان او سریلانکا اوسنی سیریز:
انګلستان، سریلانکا ته په خپل ورزشي سفر کې چې د اکټوبر په میاشت کې یې کړی و او د نومبر په ۲۳ مه نېټه د جمعې په ورځ پای ته ورسېد؛ پنځه یو ورځنۍ، یوه شل اوریزه او پنځه ټېست لوبې لرلې.
د پنځه یو ورځنیو لوبو درې لوبې انګلستان وګټلې، یوه سریلانکا وګټله او بله باران بې پایلې کړه. یواځنۍ شل اوریزه لوبه هم انګلستان په ۳۰ منډو وګټله.
د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ چې په سریلانکا کې ترسره شوې، درې انګلستان سر په سر وګټلې او لومړۍ دوه لوبې مساوي شوې.
د انګلستانۍ کرکټ لوبډلې لپاره ۲۰۱۸ کال څنګه و؟
که څه هم انګلستانۍ لوبډله اوس هڅه کوي، چې د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې سهیلي افریقا او هندوستان لاندې کړي؛ خو د ۲۰۱۸ م کال پیل د انګلستان لوبډلې لپاره یو خراب پیل و، دوی په اسټرالیا کې د تاریخي ټېسټ لوبو لړۍ اسټرالیا ته وبایلله. خو په ۲۰۱۷ م کال کې همدغه لوبې انګلستان په انګلستان کې ګټلې وې. دا لوبې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ هرکال ترسره کېږي.
له دې وروسته د انګلستانۍ لوبډلې لوبډلمشر ژمنه وکړه، چې راتلونکې لوبې به وګټي. د هندوستان خلاف یې په ټرېنټ برایج سیمه کې د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ څلور د یو پر وړاندې وګټله.
ټرېنټ برایج په انګلستان کې یوه سیمه ده، چې کرکټ لوبغالی هم پکې شته او په همدغه نوم یادېږي.
په ټېسټ لوبو کې د انګلستان را زرغونېدل:
که څه هم د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ د انګلستان لوبډله له سهیلي افریقا څخه یوه نومره وروسته او دریم مقام کې ده، خو د کرېک ټرېکر وېب پاڼه وایي، چې انګلستان، سریلانکا ته په ټېست لوبو کې ماته ورکړه او له سهیلي افریقا څخه مخکې شوه.
د ټرېکر په وېنا انګلستانۍ لوبډله اوس ۱۰۸ رېټېنګ لري، چې له سهیلي افریقا څخه دوه نومرې مخکې شوه.
په ټېسټ لوبو کې د انګلستان لپاره د لومړي مقام اخېستلو چانس:

انګلستان د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۲۳ مه نېټه له ویسټ نډیزسره په ویسټ انډیز کې درې ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې لري.
که انګلستان په دغو ټېسټ لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ویسټ انډیز ته ماته ورکړي؛ نو دوه پواینټونه به نور هم واخلي، چې لا به هندوستان ته ورنږدې شي.
له هغې وروسته بیا انګلستان له پاکستان سره په می میاشت کې سیریزلري؛ که هغه وګټي نو د هندوستان د لاندې کولو هیله به یې لا ډاډمنه شي.

وروستي مطالب