د انګلستان د کورني کرکټ ویټالیټي بلاسټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې تیر پړاو یې د ورسیسټر شایر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته رسیدلی و، په راتلونکې جولاي میاشت کې بیا پیلیږي.
تیر ځل دغه ۲۰ اوریزه لوبې د جون میاشتې په ۴ مه نیټه پیل او د سیپټمبر په ۱۵ مه نیټه پای ته رسیدلې وې، خو سږ کال به په انګلستان کې د کرکټ نړیوال جام سیالیو له کبله د جولای په ۱۸ مه نیټه پیل او د سیپټمبر ۲۱ مه نیټه به پای ته ورسیږي.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام لوبې د مۍ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه پیل کیږي، چې له کبله یې بلاسټ ۲۰ اوریزه لوبې هم وروسته پیلیږي.
په دغه سیالیو کې د سسیکس شارکز، لینکا شایر، کینټ سپیټ فایرز، دورهم جیټز، ورسیسټر شایر ریپیډز، ګلوسیسټر شایر، نوټز اوټ لاز، یارکشایر وایکنګ، برمنګهم بییرز، ډیرب شایر فالکنز، لیسیسټر شایرز فوکسیز، نارتمپټن شایر سټیل بیک، ګلیم ارګان، ایسیکس ایګلز، سوري، همپشایر، میډل سیکس او سمر سیټ لوبډلې شاملې دي.
په دغه سیالیو کې تیر ځل ۴ افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې پکې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس، مجیب ځدران همپشایر او ظاهر خان د لینکا شایر لوبډلو سره د لوبیدو په موخه انګلستان ته تللي وو، خو سږ کال تر دې مهاله یواځې د مجیب ځدران د لوبیدو په اړه ویل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کم عمره سپینر مجیب الحمن، چې تیر کال هم د انګلستان د کورني کرکټ په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبیدلی و؛ بیا ځلي په دغه سیالیو کې ګډون کوي، خو د همپشایر پر ځای یې سږ کال د میډل سیکس لوبډلې سره د لوبیدو تړون کړی دی.
د (اي اس پي این کرک انفو) ویب پاڼې د راپور له مخې، مجیب ځدران به راتلونکي پړاو ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د میډل سیکس لوبډلې سره له پیل څخه تر پایه پورې ملګری وي او په جولاي میاشت کې به له خپلې لوبډلې ره ملګری شي.
وروسته له هغې چې دغې افغان لوبغاړي د افغانستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې د کرکټ اسیا جام او ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې بهترینه کار کردګي وکړه؛ افغان ملي لوبډلې کې یې ځای خپل کړ، خو د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) سیالیو کې د ښه ځلیدو وروسته د انګلستان ویټالیتي بلاسټ، د کرکټ ټي تيڼ لیګ، بنګله دیش بي پي ایل او اسټرالیا بیګ باش لوبو کې هم په بهترینې کار کردګۍ مسلسل ډول ولوبید.