Advertisements
سپورټ فوټبال

فوټبال: منچسټر یونایټیډ ـ چلسي ته سخته ماته ورکړه

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ ۲۸م پړاو د تیري جمعې په ورځ پیل سو، چي په جمعه، شنبه او یکشنبه ئې د لومړۍ اونۍ لوبي ترسره سوې.

تیره شپه د یادو سیالیو له ډلي منچسټر یونایټیډ او چلسي فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي منچسټر یونایټیډ ۴ ګولونه پر ۰ چلسي ته سخته ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د منچسټر لپاره دوې ګولوهني مارکوس راشفورډ، ډانیل جېمز او مارسیال بیا یو ـ یو ګول وواهه.

د دې لیګ د لومړۍ اونیو په نورو لوبو کي لیورپول ۴ ګولونه پر ۱ نارویچ سیټي ته، منچسټر سیټي ۵ ګولونه پر ۰ ویسټ هام یونایټیډ ته، برنلي ۳ ګولونه پر ۰ سوتامپټون ته، برایټون ۳ ګولونه پر ۰ واټفورډ ته، تاتنهام ۳ ګولونه پر ۱ اسټون ویلا ته او آرسنال بیا ۱ ګول پر ۰ نیوکاسټل یونایټیډ ته ماته ورکړه.

په دې لیګ کي ټولي شل لوبډلي دي، چي په یاد لیګ کي به د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتي تر ۱۷مي نېټې پوري د تګ او راتګ په ډول ولوبیږي.

که هرې لوبډلي زیاتي نمرې خپلي کړې، هغه ټیم د یاد لیګ اتلولي خپلوي.

انګلستان د فوټبال لیګ (پرېمرلیګ) ۲۷ کاله مخکي په ۱۹۹۲م کال کي پرانیستل سو، چي تر اوسه ۲۷ ځله ترسره سوی او بېلابېلو لوبډلو پکښي اتلولي خپله کړې.

ددې لیګ د تېر پړاو اتلولي منچسټر سیټي خپله کړه.

دا ددې لوبډلي څلورم ځل وو، چي د پرېمرلیګ په سیالیو کي ئې لومړی مقام خپل کړ.

د انګلستان ددې سیالیو ډېره اتلولي منچسټر یونایټیډ خپله کړې، چي دا ټیم توانېدلی ۱۳ ځلي لومړی مقام خپل کړي.

ورپسې چلسي ۵ ځلي، منچسټر سیټي ۴ ځلي، آرسنال ۳ ځلي او بلک بورن رایورز او لیسټر سیټي بیا یو ـ یو ځلي لومړی مقام په دې لیګ کي خپل کړی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.