انګلستانۍ لوبډله د سريلانکايانو سره د لاس روغبړ نکوي!

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان کريکټ لوبډله سريلانکا ته د سفر پر مهال د لاس روغبړ نکوي.
د کرونا ويروس څخه ځان ساتنه د انګلستان د کريکټ ملي لوبډلي لپاره حساسه مسله ده او دوی پدې برخه کي د احتياطه کار اخلي.
دا چي انګلینډۍ لوبډله سريلانکا ته د ټيسټ لوبو په خاطر سفر لري لوبډلمشر جوی روټ ويلي چي موږ به په پوره مينه د لوبغاړو سره مخ کيږو خو د لاس د روغبړ څخه منع سوي يوو ځکه غواړو له وړاندي کرونا د ويروس څخه مخنيوی وکړو او ترې ځان وساتو.
روټ وايي د سويلي افريقا په سفر کي هم زموږ پر ځينو لوبغاړو د ميکروبونو اثار وليدل سوه،تر هغه وروسته زموږ طبي ټيم دا مشوره راکړه چي د سريلانکا په سفر کي د لاس روغبړ څخه ډډه وکړو، خو بیاهم زموږ دا سفر به د پلان مطابق وي او اړيکو ته به هيڅ زيان نه رسيږي.
درې کلونه وړاندي انګلستان د سريلانکا په سفر کي د ۳ لوبو لړۍ ټولي لوبي وګټلې خو جوی روټ وايي دا ځل حالات توپير لري او د سريلانکا لوبډله هم خورا په فوم کي ده.
د سريلانکا او انګلستان ترمنځ لومړۍ لوبه د رواني مياشتي په ۱۹مه نيټه د سه شنبې په ورځ پيليږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.