سپورټ نړیوال کرکټ

د ۲۰۱۹ جام ولې شاید انګلستان وګټي؛ دلته یې څو دلایلو درته لرو

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د سپورټ معتبرې رسنۍ د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام په رانیږدې کیدو سره پر لوبډلو تبصرې خپروي.

د نورو لوبډلو له منځه د کوربه انګلستان کریکټ ملي لوبډلې پر قوت، جوړښت، پلان او په ځانګړي ډول د دوی پر ژور بېټېنګ لاین اپ باندې زیات بحث کیږي.

موږ هم پر همدې هدف لنډه تبصره ستاسو په مخ کې لیکو:

انګلستان چې په کریکټ کې نوم لري؛ د دوی منجیمینټ ته په کتو نه یوازې دا چې په خپل کوربه توب به نړیوال جام ښه ترتیب او تر سره کړي بلکې د خپلې غښتلې لوبډلې پر مټ به په اسانۍ سره پرې نږدي چې دغه کپ یې له ځمکې بل لور ته انتقال شي.

د نړۍ ښکلي کریکټ لوبغالي دلته دي؛ د کریکټ کور (لارډز) کریکټ لوبغالی چې د ښکلا منظر یې ساری نه لري.

دا چې نړیوال جام پر والز هم تر سره کیږي هلته هم د کریکټ لوبې په نړیواله کچه شایقین راغونډیږي او د هرې لوبډلې هر مینوال به د خپلې لوبډلې ملاتړ ته د انګلستان لر و بر ته ځان رسوي.

کوربه توب: هغه ټکی دی چې په ورزشي نړۍ کې د لوبډلو په بري کې مهم رول لوبوي؛ دا چې د انګلستان دغه اوړی د کریکټ لوبې لپاره پوره سپوټ کوي تر څنګ یې اب و هوا، ویشتنځایونه او تر نورو زیات مینوال او کتونکي.

انګلستاني لوبغاړي له خدایه نور څه غواړي؟

د دې سره سره د دغې لوبډلې غښتلی پیلیز ټاپ ارډر، مېډل ارډر یا منځني توپ وهونکي، ورپسې د لاو میډل ارډر او هم د لوبې ختمونکي (فینشران) وروستي توپ وهونکي؛ خو مهمه نقطه دا چې د چپ لاسو او ښي لاسو توپ وهونکو یو ځای کیدل چې د کریکټ په اصتلاح کې ورته (لېفټ او رایټ کمبینشن)ویل کیږي.

د انګلستان د توپ وهنې پیل (دروازه خلاصونکي)
لومړی: جاني بریسټو، دی د انګلستان د پخواني ویکټ ساتونکي تکړه لوبغاړي ډېویډ بریسټو زوی دی.

ده د ۲۰۱۱ کال په سیپتمبر کې د هند خلاف د یوه ورځینیو لوبو خوالۍ (کېپ)تر لاسه کړ؛ نوموړي په خپلو ښو لوبو سره په نړیواله کچه د کریکټ شایقین پر ځان رامات کړل.

دا چې اوس په انګلستان کې دی خو په هند غوره لیګ کې یې د ۴۴۵ مجموعه منډو په جوړولو سره د سنرایزرز حیدراباد لوبډله مخکې یوړه او هم یې د کریکټ فام تر لاسه کړ چې اوس پوره په ټچ کې دی تر څو په خپل کور کې د خپلې لوبډلې لپاره د یو ښه پیلیز لوبغاړي په توګه میدان ته راشي؛ بېسټو نه یوازې دا چې توپ وهونکی دی بلکې ښه ویکټ کیپر هم ثابت شوی دی.

د بریسټو ملګری به څوک وي؟

جیسن رای: ښی لاس اوپنر چې د هر ډول لوبې وړتیا لري.
دی زیاتره وخت بریدګره لوبه کوي، هغه که شل اوریزه وي یا د پنځوس اورونو.
رای په یوه ورځینیو لوبو کې څه باندې ۱۰۵ سټرایکرېټ لري.

باکاپ دریم اوپنر الیکس هیلس، چې زیاتره وخت د رای سره پیلیزې لوبې ته راځي دی هم لوړ قد لري، د توپ وهنې پر وخت یې پر ویشتنځای سټېنډ کول یا اودریدل د توپ اچوونکي لپاره د اندیښنې وړ وي. ځکه هیلس لکه د نورو توپ وهونکو زیات حرکت (موینګ) نه کوي؛ هم یې د شاټ پلان نه معلومیږي داسې چې لکه د زیاتره نورو توپ وهونکو مقابل لور ته نقل نه ورکوي.

دوهم نمبر جی رووټ:

لنډ قدی خو د انګلستان د توپ وهنې د ملا تیر که یادیږي هغه همدا جی رووټ دی.
دا مه هیروئ چې ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د مجموعي زیاتو منډو جوړونکی لومړی یا هم دریم نمبر کې به همدا جی رووټ وي.
دی ښی لاسی توپ وهونکی دی، له پیل بیا تر پنځم ان شپږم نمبر توپ وهنه کولی شي.

د سړې سینې خاوند او د انګلستان د سختو شیبو ځواب او هیله چې د انګلستان روزونکي ډلګۍ د ون ډاون لپاره تر ده بل بهترین اپشن او انتخاب نه لري.

څلورم: کله چې یوه لوبډله داسې یو لوبغاړی لري چې هم چټک توپ اچونکی وي هم چپ لاسی توپ وهونکی وي؛ نو په کریکټ کې د خدای ج نعمت همدا دی.

بین سټوکس چې په شخصي او اخلاقي اړخ یې نه غواړو چې تبصره وغځوو اما په کریکټ استعداد یې باید سترګې پټې نه شي.

د توپ ټولونې د کپټان مقابل اړخ د فیلډېنګ د ګډوډولو او پلان ماتولو لپاره په لوبډله کې د چپ او ښي لاسو توپ وهونکو شتون مهم غنیمت دی.

سټوکس په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي چې د چټک دریم توپ اچونکي په حیث د کپټان ایون مورګن لپاره ښه اپشن دی، خو په توپ وهنه کې بیا په منځینۍ برخه کې د سټوکس ویشتنځای ته لیږل مثبت پلان ثابتولی شي.

دوهم ویکټ ساتونکی /بهترین توپ نیونکی او توپ وهونکی جاس بټلر هم چې ښی لاسی توپ وهونکی دی په منځینی برخه کې مهم رول لوبولی شي.

دی زیاتره وخت په سختو حالاتو کې لوبډله چلوي، او په یوه ورځینیو لوبو کې په (فریشر ریفریشر مېن) شهرت لري.

مسلمان لوبغاړی معین علی: ښی لاسی اف سپینر چپ لاسی توپ وهونکی د انګلستان په لوبډله کې دریم او هم څلورم چپ لاسی توپ وهونکی یادولی شو چې په هر حالت کې له مقابل لوري سره مجادله کولی شي.

علی به ځای ځای چې د لوبې په ځینو حالتونو کې د سپېن بال ضرورت وي هم د کره سپینر توپ اچونکي رول ولوبوي او هم به له مېډل ارډر بهر توپ وهنه وکړي، خو دا کیدای شي چې علی هم مخکې او هم په اووم پوزیشن توپ وهنې ته راشي.

د علی تر څنګ د کریس ووکس نوم یادیدلی شي کوم چې یو غوره الرونډر دی.

وروسته د عادل راشد نوم چې سوچه مسؤلیت یې د لېګ بریکر توپ اچونکي رول دی، ولې له بل لوبغاړي سره د ملګرتیا پخه تجربه لري.

په کریکټ کې یوازې ښه توپ وهنه نه ده بلکې ښه توپ اچوونه او هم ښه توپ ټولنه په کار ده او کریکټ له همدې دریو اړخونو سرچینه اخلي.

انګلستان د ښه بیټېنګ لاین اپ تر څنګ ښه باولېنګ هم لري.

مارک ووډ، ډیوېډ ویلي، ټام کرن، لیام پلانکیټ، جاین ډینلي، بېن سټوکس، عادل راشد، معین علي؛ چې تر بل هر ټیم ښه بیلانس لري.

که یو ښه ټولی وي، خو ښه مدیر یا رهبر ونه لري بیا هم خبره برعکس ده، انګلستان د غوره لوبغاړو په سر کې پیاوړی مشر کپتان ایون مورګن لري، ښه رهبر، ښه توپ وهونکی او هم ښه توپ نیونکی.

پورته تبصرې او مهمو نقاطو ته په کتو چې انګلستان یې لري د دې پوره چانس، واک او وخت لري تر څو په خپل کوربه توب د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام اتلوالي د کریکټ مخترع (ځان) انګلستان په نوم کړي.

ځکه هم غښتلې لوبډله ده، هم خپل کوربه توب لري او هم پر خپلو لوبغالو لوبیږي، چې داسې چانس کله، کله تر لاسه کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې