
خبريال: صابرحميدي
ټاکل شوې انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلي سره درې ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې یادو سیالیو ته انګلستان کرکټ بورډ د پنجشبنې په ورځ خپله ۳۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:
معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین پوکیز، لیویز ګریګوري، کېټون جینینګ، ډان لاوړینس، جاک لیچ، سقیب مومند، کریګ ایورټون، جېم ایورټون، متیو پارکینسون، اوولي پوپ، اوولي روبینسون، جې روټ، ډام سیبلي، بین سټوکس، اوولي سټون، امر ویرډي، کریس ووکس او مارک ووډ.
ویسټ انډيز او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د راتلونکې جولای میاشتې په ۸مه لومړۍ، د جولای میاشتې په ۱۶مه دوهمه او د جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه بیا درېیمه ټیسټ لوبه پيلوي.
دا درې واړه ټیسټ لوبې د انګلستان په سټیو همپټن او منچسټر ښارونو کې د مینوالو پرته ترسره کیږي.
ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې بیا د یادو سیالیو لپاره تېره اونۍ خپله ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده:
جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف، کېمر روچ، سونیل امبریس، جوشا ډا سلوا، شېنون ګبریل، کیون هیرډینګ، کیل مایرز، پریسټون مکسوین، مارکیون مینډلي، شین موسیلي، انډرس پيلیپ، اوشین توماس او جومیل واریسن.
انګلستان کرکټ ملې لوبډله له ویسټ انډیز څخه وروسته په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوې.