د انګلستان او ایرلینډ لوبه؛ د انګلینډ نوي کرکټر د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته

انګلستانۍ لوبډله د می په ۳ مه نېټه د جمعې په ورځ د ایرلېنډۍ لوبډلې مېلمنه وه، دې لوبډلې د یوې یو ورځنۍ لوبې لپاره د ایرلېنډ دوبلېن سیمې ته سفر کړی و؛ خو دا لوبډله، له سفر بریالۍ هېواد ته ستنه شوه او وېکټ ساتونکي یې بیا خپله لومړۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.
انګلستان پچه وګټله او توپ اچونه یې وکړه، ایرلېنډ په ۴۳ اعشاریه یو اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې وکړې.
د انګلستان لپاره لیام پلنکېټ څلور او ټام کورن درې وېکټې واخېستې.
انګلستان دا هدف په ۴۲ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د وېکټ ساتونکي توپ وهونکي بېن فوکس د ۶۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او ایرلېنډ ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
دا لوبه د باران له امله ۴۵ اورونو ته راښکته شوې وه.
بېن فوکس د لوبې غوره لوبغاړی شو، هغه ۲۶ کاله عمر لري او دا یې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وه، چې د ایرلېنډ پر وړاندې یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو پیل قیمتي او په زړه پورې و.
انګلستان، د پاکستان لپاره په ایرلېنډ سترګه سره کړه

انګلستان هسې هم په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او لوبډله یې سږ کال د نړیوال جام د اتلولیو خوبونه ویني؛ خو د ایرلېنډ خلاف یې د لوبې بریا؛ مُرال لا ځواکمن کړ او د پاکستان خلاف یې د دوی سترګه لا سره کړه.
پاکستان د یکشنبې په ورځ ماسپښین مهال د می په ۵ مه نېټه انګلستان سره د یوې شل اوریزې او پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ په انګلستان کې پیلوي.
د انګلستان او پاکستان د لوبو ریکارډ
انګلستان او پاکستان په ۸۲ یو ورځنیو لوبو کې مخ شوي دي، چې ۴۹ لوبې انګلستان ګټلي؛ ۳۱ لوبې پاکستان ګټلي او دوه لوبې بې پایلې شوي دي.
ګورو چې د راتلونکو پنځه لوبو لوبلړۍ څوک ګټي؟
دواړو لوبډلو ۱۲ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۷ انګلستان او ۴ پاکستان ګټلي یوه لوبه مساوي شوې.
دا لوبې د ۲۰۰۷ کال راهیسې شوي دي.
دواړه لوبډلې د می په پنځمه نېټه یوه شل اوریزه لوبه لري، چې دا د دوی ۱۳مه لوبه ده.