اپریل 17, 2021

د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه!


لیکنه: محمدصابر حمیدي
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي ته ماته ورکړه.

د انګلستان او سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د انګلستان په کوربتوب د درې شل اوريزو سیاليو د لړۍ څخه یې په لومړۍ لوبه کي انګلستان په پنځو ویکټو سویلي افریقا ته ماته ورکړه.
لومړی توپوهنه سویلي افریقا وکړه، چي په ټاکلو شلو آورونو کي یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکی.
سویلي افریقا ته پاف ډوپلېسیس ۵۸, هینډریک ۳۷ او ډیکوک بیا ۳۰ منډي جوړي کړې.
انګلستانۍ لوبډلي ته سومیل کورن درې لوبغاړي، خو جوفرا آرچر، ټوماسکرن او کريس جورډن بیا یوه یوه ویکیټه واخیستله.
کله چي د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو ورکړل سوی هدف یې د لوبي په ۱۹،۲ اورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د انګلستان لپاره جانتن بریسټو ۸۶ ناسوځېدلي، سټوکس ۳۷ او ډیویډ میلان بیا ۱۹ منډي جوړي کړې.
دا دوه هیوادونه د سریز دویمه لوبه سبا یکشنبه او درېیمه لوبه بیا راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي