فبروري 27, 2021

کوربه انګلنډ د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن د لارډز نړیوال لوبغالی د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام کوربه وو.
نن په یاد لوبغالي کي د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پایلوبه د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ ترسره سوه چي د لومړي ځل لپاره پکښي د انګلنډ لوبډلي اتلولي خپله کړه.
د پایلوبي ټاس د نیوزیلنډ لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو پنځوس اورونو کي یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډي جوړي کړې او کوربه انګلنډ ته یې د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
د نیوزیلنډ لپاره په توپ وهنه کي نیکولس ۵۵ او لتم ۴۷ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې.
بلخوا کوربه انګلنډ ته په توپ اچونه کي وکس او پلنکیټ ۳/۳ ارچر او وډ بیا ۱/۱ ویکیټ ترلاسه کړه.
د انګلنډ لوبډلي د هدف ترلاسه کولو ښه هڅه وکړه او دوی هم په پنځوس اورونو کي ۲۴۱ منډي جوړي کړې چي په پای کښي لوبه سوپر اور ته ولاړه .
د انګلنډ لپاره توپ وهنه کي بټلر ۵۹ او سټوکس ۸۴ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .
د نیوزیلنډي توپ اچونکو له منځه نېشم او فرګوسن ۳/۳ , ګرینډم او هینري یوه یوه ویکیټ ترلاسه کړه.
په سوپر اور کي د انګلنډ لوبډلي د ۱۶ منډو هدف وټاکه خو یاد هدف د نیوزیلنډ لوبډلي ترلاسه نکړ او اتلولي یې د لاسه ورکړه.
د یادوني وړ ده چي نیوزیلنډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کي هند ته او انګلنډ په دوهمه نیمه پایلوبه کي اسټرالیا ته ماته ورکړې وه او پایلوبي ته یې لار پیدا کړې وه.