خبريال: مدثر دعوت
د سويلي افريقا کريکټ ملي لوبډلي لوبغاړی عمران طاهر وايي ډېره هڅه مې وکړه چې د پاکستان لپاره د تل لپاره ولوبېږم خو و نه سوه.
عمران طاهر چې په ۱۹۷۹ز کې د پاکستان په لاهور کې زېږېدلی اوس د ۴۱ کلونو په عمر دی او د سويلي افريقا تابعيت لري.
نوموړي د پاکستان لپاره په کورني کريکټ کې لوبي کړي او همدارنګه د پاکستان په ۱۹ کلونو ملي لوبډله کې لوبېدلی خو په ۲۰۱۱ز کې د سويلي افريقا لوبډلي ته هغه مهال راغی چې د سمايا دلدار په نامه د سويلي افريقا د يوې پيغلي سره واده کوي او ددې هيواد تابيعت يې ترلاسه کړ.
د عمران طاهر دا هيله وه چې تل د پاکستان لپاره ولوبيږي خو هلته ورته حالات مساعد نه وه.
عمران پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: ” زه غواړم خلکو ته دا واضح کړم چې ما خپله پوره هڅه وکړه چې د پاکستان نمايندګي وکړم خو ونه سوه، د سويلي افريقا کريکټ بورډ ماته دا فرصت راکړ چې د نړيوال کريکټ په اړه خپل خوبونه رښتيا کړم،چې زه يې د ټول ژوند لپاره مننه کوم”
I would like to clarify this to people.I tried my best to represent Pakistan but unfortunately didn’t happen.CSA gave me an opportunity to realise my dreams of playing international cricket for which Iam grateful the rest of my life.Once a protea is a protea forever @OfficialCSA
— Imran Tahir (@ImranTahirSA) July 23, 2020
د عمران طاهر پر دې ټويټ په سلګونو منفي او مثبتي نظريې راغلي.
عمران طاهر د سويلي افريقا لپاره يو تاثري سپينر توپ اچوونکی دی، چې په ۲۰۱۹ز کې يې د يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد اعلان کړ خو لاهم هيله لري چې شل اووريز نړيوال جام کې به ولوبيږي.