اپریل 14, 2021

د عمران هاشمي ۴۲مه کلیزه؛ د فلمي او شخصي ژوند په اړه يې په زړه پورې ټکي

Advertisements

د هندي سینما نامتو اکټر عمران هاشمي د ۴۲ مې کلیزې په مناسبت راځئ، چې د ده د شخصي او فلمي ژوند په اړه څو ټکي ولولو.

۱ـ عمران هاشمي څو کاله پخوا خپل نوم فرحان هاشمي ته بدل کړ، خو ډېر ژر پرې بېرته پښېمانه شو.
۲ـ ښایي ستاسو هم دې ټکي ته پام شوی وي، چې عمران تر نورو فلمي ستورو په کنسرتونو، محفلونو او ساعتیریو په بنډرانو د کې ډېر لږ تر سترګو کېږي. د دې علت عمران داسې ځواب کړی، غواړم په ژوند کې مې ډېر وخت خپلې کورنۍ ته ځانګړې کړم.
۳ـ شاید تاسې ته دا حیرانوونکې خبره وي، چې په راز فلم کې عمران هاشمی ته ولې رول ورکړل شو؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې عمران هاشمي په هماغه لومړیو کې د ” راز “ فلم مرستیال ډایرکټر و.
په راز فلم کې بي پاشا باسو، او دیو موریا لوبیدلي وو. د همدې لپاره په دوو وروستیو فلمو کې عمران هاشمي راڅرګند شو.
۴ـ کورنۍ د عمران هاشمي لپاره په ژوند کې ډېر ارزښت لري، او له همدې امله عمران د خپلې کورنۍ غړو په درد کې د ډېرو وختونو لپاره خپل ټول فلمي کارونه په ټپه ودرول.
وروسته له هغې، چې د عمران هاشمي د مور د سرطان ناروغي تشخیص شوه، او نوموړی یې ډیر وځوراوه، موده لا تېره نه وه، چې د نوموړي لپاره بد خبر هم راورسېد، چې ډاکترانو ورته وویل، څلور کلن زوی یې (ایان) د پښتورګو په سرطاني تومور اخته دی.
عمران هاشمي د خپل زوی درملنې لپاره هند او کاناډا کې روغتون پر روغتون وګرځید. تر هغې یې د یو پیاوړي پلار په توګه منډې ترړې ووهلې، چې زوی له له سرطاني تومور ورغېد.


۵ـ د عمران هاشمي د کورنۍ په نورو غړو کې، چې په فلمي ډګر کې يې کار کړی،د عمران هاشمي نیا ده، چې ۲۵ کاله پخوا یې له سنجي دت سره په ( نام) فلم کې د نوموړي د نیا رول لوبولی و.
۶ـ د عمران هاشمي له غوره فلمونو څخه یو هم ( اواره فن) فلم دی، چې د عمران شهرت کې یې ډېر رول درلود، او دا فلم له لومړنیو هندي فلمونو څخه دی، چې په پاکستان کې پر سینما د خپرېدلو اجازه ورکړل شوه.

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ