ژباړه: عطا محمد میاخېل
په یاد ولرئ، چې په هر سازمان او اداره کې بد کارمند شتون لري، خو که همدا اوس ډېر زیات غوسه یاست او تصمیم مو نیولی، چې خپل یو بد کارمند له دندې ګوښه کړئ، نو تر هر اقدام مخکې د انساني سرچینو له آمریت او د خپل شرکت له حقوقي برخې سره مشوره وکړئ، البته موږ هم له تاسو سره مرسته کوو او لس ډوله بد کارمندان در پېژنو، چې همدا نن یې باید له دندې څخه ګوښ کړئ. ښایي هغه کارمند، چې اوس یې تاسو غوسه کړي یاست، په دې لیک لړ کې نه وي.
که د خپلو کارمندانو له ډلې څخه د یوه د ګوښه کولو په فکر کې یاست، نو غوره ده، چې الف: د انساني سرچینو له آمریت سره مشوره وکړئ. ب: حقوقي مشوره وکړئ. ټاکل شوې نه ده، یوازې په دې دلیل، چې غوسه یاست او یا هم له هغه کس څخه تېروتنه شوې ده، د احساساتو له مخې یې له دندې څخه ګوښه کړئ.
د دې لیکنې په دوام هغه لس بد کارمندان در پېژنو، چې له دندې څخه د ګوښه کېدو وړ دي.
۱ ـــ هغه کارمند، چې د شرکت له سیاستونو څخه سر غړونه کوي
کله چې یو کارمند په ښکاره توګه د شرکت قوانین تر پښو لاندې کوي، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې ورسره مخه ښه وکړئ او له دندې څخه یې ګوښه کړئ.
۲ ـــ هغه کارمند، چې یاغیتوب کوي
که یو کارمند د لوی مدیر د کمزوري کولو، بد نامولو او راپرځولو لپاره نور کارمندان را وپاروي، نو په بشپړه توګه یې له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو زمینه برابره کړې ده.
۳ ـــ هغه کارمند، چې ډېر زیات بې کفایته دی
د بې کفایتۍ تعریف، د هغه کارمند په رول پورې تړاو لري، کوم چې لوبوي یې، له دې امله په خپله باید په دې اړه قضاوت وکړئ.
پام وي، چې په دې تعریف کې هغه یوه نیمه تېروتنه، چې له بد نیت پرته ترسره کېږي، نه شاملېږي، بلکې موخه د هغو چلندونو ټولګه ده، چې د دې ښکارندویي کوي، هغه شخص د پام وړ کار لپاره مناسب نه دی.
که چېرې کړنیزې ستونزې شتون لري، نو غوره ده، وې ارزوئ، چې آیا کارمند مو دې ستونزو ته متوجه شوی او که نه او آیا دا فرد د رامنځته شوي وضعیت د ښه والي لپاره هڅه کوي او که نه، که ځواب یوې یا ډواړو پوښتنو لپاره منفي وي، ښایي له ستونزې سره مخامخ شئ.
۴ ـــ هغه کارمند، چې د ډاډ وړ نه دی
له دې مورد څخه موخه هغه کارمند دی، چې ټاکل شوي مهالني مهلتونه په پام کې نه نیسي او د مدیر باور له منځه وړي.
۵ ـــ هغه کارمند، چې پرله پسې او په مرموز ډول غیبېږي
دا چاره په کارمند باندې د نه اعتماد او باور ښکارندویي کوي. که نه شي کولای، په کارځای کې د حضور لپاره، په هغه باندې باور وکړئ، نو نه شئ کولای، چې د کارونو او دندو د ترسره کولو لپاره هم په هغه باندې باور وکړئ.
۶ ـــ هغه کارمند، چې دښمني او لانجه غوښتونکی وي
له دې څخه موخه هغه کارمند دی، چې له کوم ښکاره او مشخص دلیل پرته هڅه کوي، چې په ټولو بحثونو او لانجو کې بریالی وي، دا ډله کارمندان ښایي د خپلو همکارانو مېز ته نږدې شي او یو سیاسي بحث را منځته کړي، تر څو له هغوی سره په دې بحث کې لانجه وکړي او په پای کې ځان بریالی کړي.
۷ ـــ هغه کارمند، چې سر زوری دی
هغه کارمند، چې سر زوری دی، د خپل رییس او همکارانو لپاره کار کول ستونزمنوي، تر ډېره فکر کوي، چې له خپل رییس څخه په ډېر څه پوهېږي او ځان ته دفاعي حالت غوره کوي او په ټوله کې په ټیمي کار کې کمزورې کړنې ترسره کوي.
۸ ـــ هغه کارمند، چې تل شکایت کوي
هغه کارمندان، چې تل شکایت کوي، له هرڅه څخه دومره شکایت کوي، چې دا کړنه یې د دې سبب ګرځي، ترڅو رییس یې دوی ته د ورسپارل شوې دندې په تړاو بد احساس پیدا کړي، حتا که دا شخص په خپل مسلک کې ډېر مهارت هم ولري، بیا هم غوره ده، چې کار ته یې د پای ټکی کېږدئ او له دندې څخه یې ګوښه کړئ.
۹ ـــ هغه کارمند، چې آوازې خپروي
هغه کارمندان، چې خپلو خبرو ته پام نه کوي او آوازې خپروي، نباید وزغمل شي.
۱۰ ـــ هغه کارمند، چې د خپلو تېروتنو مسؤولیت نه مني
که یو کارمند، په پرله پسې توګه د خپلو تېروتنو له منلو څخه غاړه غړوي او نه یې مني، یا له دې څخه بده دا چې نور ګرم ګڼي، نو باید له هغه سره د مخه ښې په اړه فکر وکړئ.
تاسو د یوه مدیر په توګه، خوښېږي مو، چې کارمندان مو له خپلو تېروتنو څخه درس او عبرت واخلي، که داسې ونه شول، نو دا یوه منفي نښه ده.